عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
تر دې وړاندې په روان کال (۲۰۲۲ز) کې په شمالي وزیرستان کې تر ۲۰ زيات هدفي بريدونه شوي چې په دوو کې پوليس او پاتو کې ولسي وګړي په نښه شوي ول. تېر کال (۲۰۲۱ز) هلته ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول.
پوليس او ځايي خلک وايي، دا خواښې او نږور غره ته په لرګیو پسې تللې وې چې مخپټو وسله والو پرې ډزې کړې دي. دوی زياتوي چې خواښې پر هغه ځای وژل شوې خو نږور يې په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوې ده.
د پوځ عامه اړیکو څانګې ايي ایس پي ار د جون پر پينځمه په یو بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان په حسن خېلو کې یې په عملیاتو کې دوه او په جانيخېلو کې یې پنځمه وسله وال وژلي دي.
په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه خو د ۲۰۲۲ز کال له اپرېل راهیسې پکې اووه ماشومان د پولیو ښکار شول چې ټول د شمالي وزیرستان اوسېدونکي ول.
د شمالي وزیرستان د صحت څانګې مرستيال مشر ډاکټر شمس الرحمان د مې پر ۲۷مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې په دې ماشومانو کې د پوليو د وايرس پخلی شوی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیو پروګرام د همغږۍ چارو مرستیال مشر زمین خان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د روغتیايي کارکوونکو له بې غورۍ خبر دی چې "ماشومانو ته یې څاڅکي نه دي ورکړي خو موږ ته یې رپورټ راکړی چې مهم (کیمپېن) سم شوی دی."
د روغتیا ادارې مشر ډاکتر وزیر خان ساپي د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، تازه پېښه په داسې حال کې ثبت شوې ده چې په هغه سیمه کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن روان دی.
په میرلي کې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. خو پولیس وايي، د نامعلومه وسله والو پرضد مقدمه دایره کړې ده او پلټنې یې پیل کړې دي.
د پوځ د عامو اړيکو څانګې (ایې اېس پي ار) د مې پر ۲۳مه په خبرپاڼه کې ويلي چې وسله والو په میرعلي کې پر پوځي څوکۍ بريد کړی چې پکې دوه سرتېري ځای پر ځای وژل شوي دي.
د یادې ادارې له خوا پر ویب پاڼه په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې په دې کمپاین کې به نژدې ۴۳.۳ میلیونه داسې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي چې عمرونه یې تر پنځه کاله کم وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ګڼو پلویانو د مې پر ۱۹مه د بنو په جانیخېلو کې تر هدفي حملې او په بکاخېلو کې تر چاودنې وروسته احتجاج وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د وسله والو پرضد دې پرېکنده اقدام وکړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې يوه ورځ مخکې (د مې په ۱۴مه) د میرلي په عیدک کې د پوځ پر ګاډي په ځانمرګي برید کې درې سرتېري ووژل شول او درې ماشومان ووژل شول.
د مې پر نهمه د پیل شوي پرلت ګډونوال وايي چې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب پوځي عملياتو پر وخت د دوی دوکانونه له مینځه تللي او د کروړونو روپیو تاوانونه ورته اوښتي دي نو ځکه بايد حکومت ورته د معاوضې ټولې پيسې ورکړي. دوی غوښتنه کوي چې ځايي انتظاميه دې د پيسو په ورکولو کې خنډونه نه جوړوي.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې دوکاندارانو ته یې د پيسو ورکول پيل کړي او تر اوسه یې له ۷،۰۰۰ دوکاندارانو څخه ۱،۶۰۰ ته د معاوضو چېکونه سپارلي دي.
د ميرانشاه بازار د اتحاديې جنرال سيکټر محمد رحمان د مې پر اتمه ناوخته مشال رېډيو ته وويل چې د پېښور های کورټ د فیصلې سربېره هم ضلعي انتظاميه او اړونده چارواکي دوی ته د تاوان پیسې نه ورکوي.
د مې پر شپږمه ترسره شوې دې جرګې، پرېکړه کړې چې دواړو غاړو ته به ورځي او خواست به ورته کوي چې نور د دوی په سیمه کې له جګړې لاس واخلي. د جرګې یو مشر ملک ماویز خان مشال راډیو ته وویل چې دوی نور له بدامنۍ ډېر ستړي شوي دي.
نور وښیئ