د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مرکزي حکومت جرګه د شمالي وزیرستان له پرلتوالو سره خبرې کوي


په شمالي وزیرستان کې پرلت د جولای پر ۱۴مه د دوو سیاستوالانو تر وژنې وروسته پیل شو - د جولای ۳۱مې انځور.
په شمالي وزیرستان کې پرلت د جولای پر ۱۴مه د دوو سیاستوالانو تر وژنې وروسته پیل شو - د جولای ۳۱مې انځور.

د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شاملو او د هغوی ملګرو ګوندونو ۱۶ کسیزه جرګه د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې له پرلتوالو سره خبرې کوي.

د پاکستان وفاقي حکومت د اګست پر ۱۰مه د وزیراعظم محمد شهباز شریف او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو د مشر او جمعیت علما اسلام (ف) د سیاستوال اکرم خان دراني تر ملاقات وروسته د یادې جرګې جوړولو اعلان کړی وو.

د دفاع وزیر خواجه محمد اصف پر هم هغه ورځ په قامي اسمبلۍ کې په وینا کې ویلي ول چې ناامني صوبايي نه بلکې قامي مسله ده او وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی او احتجاجیان پر حکومت ټینګار کوي چې هلته دې امنیت ټینګ کړي.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي وو چې ۱۶ کسیزه جرګه "په بشپړ ډول واکمنه یا بااختیاره" ده چې د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان میرلي ته ورځي چې هلته له پرلتوالو سره خبرې وکړي.

پي ټي اېم د ناامنیو ضد مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:37 0:00

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ هم د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې جرګه د پرلتوالو غوښتنو ته پام جوړه شوې ده.

په همدې حال کې احتجاجیانو هم اعلان کړی دی چې د اګست پر ۱۲مه په غونډه کې فیصله کوي چې ایا د امنیت ټینګښت غوښتنې لپاره "پهیه جام" کاربندیز وکړي او که د اسلام اباد پر لوري د لاریون تیاری وکړي.

په شمالي وزیرستان کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان قاري سمیع الدین او قاري نعمان ووژل.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو یوشمېر ځلې له پرلتوالو سره مذاکرات کړي دي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي، احتجاج کوونکو ته يې د امنيت ټينګولو باور ورکړی. هلته پولیس دعوه کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنې تورن پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۹ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي. په دې لړ کې وروستی برید د اګست پر اتمه په میرلي کې وشو. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (اې اېس پي ار) د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې ځانمرګي بریدګر د ځواکونو قافله په نښه کړه چې پکې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول.

په شمالي وزیرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

XS
SM
MD
LG