عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا کې د یخنۍ په زیاتېدو د سي اېن جي پمپونه د تړلو حکومتي اقدام له وجې یوشمېر خلک بې روزګاره شوي دي او د ټیکسي او رکشونو چلوونکو کار یې هم اغېزمن کړی دی.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د پېښور های کورټ پر هغه پرېکړه خوشالي کړې ده چې له مخې یې هغه ګوند د فبرورۍ پر اتمه کېدونکو انتخاباتو لپاره د کرکټ د بیټ (بلې) نخښه کارولی شي. ویډیويي رپورټ.
پولیسو د نوکريوو بحالۍ لپاره په پېښور کې مظاهره کړې ده
په پېښور کې د شاتو (شهد) سوداګر وايي چې د پاکستان حکومت د ګبین ټولولو په موسم کې د بې اسناده افغانانو د ستنولو عمل پیل کړ چې له وجې یې کاروبار زښت اغېزمن شوی دی. دوی وايي، درې میاشتې مخکې یې ۴۰ کیلوګرامه شهد په ۱۱۰،۰۰۰ روپیو اخیستل چې اوس یې نرخ ۶۰،۰۰۰ روپیو ته ښکته شوی دی. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وايي ټوله کورنۍ یې په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د مهاجرت کارډونه لري خو حکومت ده ته نه دی ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.
د پېښور په اېډورډز کالج کې د پښتونخوا رنګونو په نوم یوه ورځنۍ کلتوري مېله شوې ده. د نومبر ۱۸مې په مېله کې زده کونکو د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو دودیزې جامې او خواړه نندارې ته ایښي ول. ویډیويي رپورټ.
د غیرقانوني کډوالو د نيولو دوام
چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.
تورخم کې افغان کډوال
د مرګژوبلې دا ارقام په بوشهره (بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي)، بالشخېلو، تري منګلو، پیواړ، سدې او په ځینو نورو سیمو کې په جګړه کې ښکېلو خواوو مشال راډیو ته ورکړي دي خو حکومتي چارواکو او خپلواکه سرچینو یې د کره والي تصدیق نه دی کړی.
د خیبر پښتونخوا د سرکاري کارکوونکو ټولنې د اکتوبر پر ۲۶مه په ټوله صوبه کې د تقاعد پیسو یا پېنشن اصلاحاتو ضد مظاهرې کړې دي. مظاهرچیانو ویلي دي چې لنډمهالي حکومت د پېنشن کچ له ۳۵ سلنه څخه ۲۵ فیصده ته د کمولو پرېکړه کړې ده چې دوی یې نه مني. ویډیويي رپورټ.
ډاکټره مهديه شهاب وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا له ګواښونو سره مخامخ ده. نوموړې دا وخت د پېښور په خيبر مېډيکل يونيورسټي کې کار کوي او په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پاکستان ته کډه شوې ده.
اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغان کډوالو جایدادونه ضبط کړي او هغوی په زور له پاکستانه وباسي.
د پېښور صدر یو دوکاندار سجاد خان وايي چې په وروستیو کې د ځینو سوداګرو تښتونو کاروباریان وېرولي او ترهولي دي نو ځکه دې یې پولیس د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.
ډاکټرانو د سېپتېمبر له ۲۶مې راهیسې په روغتونو کې خدمات ورکول ځنډولي او وايي چې څو وارې یې احتجاجونه کړي خو غوښتنې یې نه دي منل شوی نو ځکه پرېکون ته اړ شول.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې سېکانو په کاناډا کې د یو بېلتونپالي سېک د وژنې ضد مظاهرې کړې دي. د هرديپ سېنګ نجر مړی په جون کې موندل شوی وو خو کاناډا د سېپټېمبر پر ۱۹مه وویل چې د استخباراتو موندنې ښيي چې هند د هغه په وژنه کې ککړ دی. نوي دلي دا تور رد کړی دی. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او د پېښور پولیسو د سېپټېمبر پر اوومه د پېښور په چوک یادګار کې د پیسو د ناقانونه کاروبار پر مرکزونو چاپې ووهلې او ګڼ دوکانونه یې وتړل. تر هغې وروسته په چوک یادګار کې د صرافانو زیاتره دوکانونه تړلي دي چې ورسره یې کاروبار خراب شوی دی. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښونخوا د ژغورنې ادارې ريسکیو ۱۱۲۲ وايي چې د پېښور پر ورسک سړک یوه چاودنه شوې چې پکې د ملیشا ځواک یو سرتېری وژل شوی دی.
د پېښور د پولیسو یو چارواکي ایس ایس پي اپرېشنز کاشف افتاب د سېپټمبر پر اوومه په پولیس لاینز کې یوې خبري غوڼدې ته وویل دوی د داسې ۲۰۰ کسانو لسټ جوړ کړی چې تعلیمي ادارو ته ایس او یا نور نشه یي مواد رسوي.
نور وښیئ