د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې په بمي چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي، ۸ ژوبل دي


پولیس وايي چاودنه د مردان پر جلاله پله شوې ده.
پولیس وايي چاودنه د مردان پر جلاله پله شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په مردان کې په بمي چاودنه کې درې تنه وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون اته کسان ژوبل شوي دي.

د ضلعې د پولیسو مشر ظهور اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې باردوي مواد د جلاله پر پله ایښی ول چې د جولای پر پینځمه د پولیسو د ګاډي تېرېدو پر مهال وچاودېدل.

دی وايي چې په پېښه کې دوه ولسي وګړي پر هم هغه ځای ووژل شول او دوه پولیس ژوبل شول.

اپرېدی زیاتوي چې په بمي چاودنه کې په یوه چېنګ چې کې ناست اووه تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل ول، ژوبل شول.

د مرستندویه او ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل چې ټول ژوبل کسان یې روغتون ته ولېږدول چې ورڅخه یې یو هلته سا ورکړه.

د بمي چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي او د پېښې په ځای کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي په یو بیان کې چاودنه غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر درېیمه د باجوړ په ډمه ډوله کې په بمي چاودنه کې د پخواني سېنېټر هدایت الله په ګډون پینځه تنه ووژل شول.

د هغې چاودنې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

د جولای پر څلورمه د باجوړ په ناوګۍ کې ګڼو خلکو د هغه بمي برید پرضد مظاهره وکړه او په سیمه کې یې د امنیت ټینګښت او د پخواني سېنېټر او نورو کسانو په وژنه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

له دې پرته وفاقي حکومت د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو پیلولو اعلان هم کړی دی خو په خیبر پښتونخوا کې یې مخالفه ګوندونو، ولسي مشرانو او فعالانو پر ضد غونډې، لاریونونه او مظاهرې کړې دي.

هغوی وايي چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د عملیاتو له وجې لکونه وګړي بې کوره او کډوال شول، لوی زیانونه یې وګالل، خو پر هغې سربېره ناامني ختمه نه شوه.

خو د پاکستان وزیراعظم وايي چې عزم استحکام عملیات به د پخوانیو په څېر نه وي او له وجې به یې خلک نه بې کوره کېږي.

XS
SM
MD
LG