د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا نیمايي امیدوارې مېرمنې د خوراک او وینې له کمي سره مخامخ دي


ملګري ملتونه وایي په پاکستان کې د زیږون پر وخت د میندو د مړیني شمېره د پخوا پرتله کمه شوې ده خو لا هم لوړه ده ـ پخوانی انځور.
ملګري ملتونه وایي په پاکستان کې د زیږون پر وخت د میندو د مړیني شمېره د پخوا پرتله کمه شوې ده خو لا هم لوړه ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا اداره وايي، په هغې صوبه کې د امیدوارو ښځو نیمایي برخه د خوراک او ۶۱ سلنه مېرمنې د وینې کمښت سره مخامخ دي.

د روغتیا ادارې او د تغذیې نړیوالې ادارې (نيوټريشن انټرنيشنل) د جون پر شپږمه په مردان او بټګرام ضلعو کې يو مهم پیل کړی چې هدف يې اميدوارو مېرمنو ته د ښه صحت لپاره اسانتياوې ورکول دي. ادره وایي، پروژه نورو ضلعو ته هم غځوي.

د پروژې یو چارواکي شاهد فضل مشال راډیو ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې تر ۵۰ فیصده زیاتې مېرمنې د وینې د کمښت سره مخامخ دي.

د خیبر پښتونخوا د صحت د ادارې د څېړنيز مرکز (ډسټرکټ هيلت انفارميشن سسټم) له مخې، تېر کال سرکاري روغتونونو ته د هضمي ناروغيو ښکار دوه لکه ماشومان د درملنې لپاره وروړل شوي ول. دار راز تر پینځه نیمو لکو زیاتې حامله ښځې د ناروغیو څخه د مخنیوي په خاطر واکسين شوی وې.

هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۹۰,۰۰۰ امیندوارې ښځې مري، چې دا د هر اووه ثانیو کې د یوې ښځې یا نوي زیږیدلي ماشوم د مړینې معنا لري.

په پاکستان کې د خوړو د کمي او ناسمې روغتیا پاملرنې له امله هر کال زرګونه امیندوارې ښځې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په پاکستان کې یوازې ۶۹ سلنه زیږونونه د روغتیاپالانو تر څار لاندې کېږي، چې په کلیوالو سیمو کې دا کچه ټیټه ده.

په خیبر پښتونخوا کې د روغتیا ادارې کارکونکې ډاکټرې پلوشه جاوید مشال راډیو ته وویل چې د خوراک کمي پوره کېدو او د حامله ښځو د روغتیا ساتنې لپاره مېرمنو ته پوهاوی ورکوي.

د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسف د ۲۰۲۳ز کال په راپور کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د خوراک د کمښت ښکار تر پینځه کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو شمېر له ۲۰ لکو څخه زیات دی.

د یونیسف په وینا، په هغو سيمو کې چې کډوالي زياته ده، هلته خوراک د کمښت ښکار مېرمنو شمیر له نورو سيمو زيات دی.

د ملګرو ملتونو یو بل راپور کې راغلي دي چې د پخوا پرتله په ورستیو کلونو کې په پاکستان کې د زیږون پر وخت د ښځو د مړینې شمېره کمه شوې، خو لا هم لوړه ده. د رپورټ ترمخه په ۲۰۰۷ ز کال کې د ماشوم پيدا کولو په وخت۲۸۷ مېرمنې مړې شوې وې، خو دا شمېره په ۲۰۲۱ ز کال کې ۱۸۰ته ټيټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG