د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړنیز رپورټ: پاکستان کې د وسلوالو بریدونه ۳۰ فیصده زیات شوي دي


په پاکستان کې په ورستیو کې د ناامني پېښې زیاتې شوي دي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې په ورستیو کې د ناامني پېښې زیاتې شوي دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې تېره میاشت په هېواد کې د وسلوالو د بریدونو له وجې د امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو مرګژوبله ۳۰ فیصده زیاته شوې ده.

یاد مرکز په خپل تازه میاشتني رپورټ کې ویلي دي چې په مې کې په پاکستان کې ۸۶ حملې وشوې چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ۹۰ تنه ووژل شول.

د مرکز مشر سعد خټک د جون پر ۱۳مه، مشال راډیو ته وویل چې ۸۸ سلنه حملې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوې دي.

ده وویل، "په قبایلي ضلعو کې ۳۱ حملې وشوې چې پکې ۳۷ کسان ووژل او ۱۹ ژوبل شول. د خیبر پښتونخوا په پاتې علاقو کې ۲۴ حملې شوې دي چې پکې ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۵ ژوبل دي. په بلوچستان کې ۲۳ حملې شوې دي چې ۳۰ کسان پکې وژل شوي او ۴۵ ژوبل شول."

په پاکستان کې له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې خورا زیاتې شوي دي چې پر ضد یې خلکو احتجاجونه، جرګې او ولسي پاڅونونه کړي دي.

د هغه څيړنيز مرکز د تېر کال په رپورټ کې راغلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې له ۱۰۰۰ زیاتې د وسلوالو حملې او د امنيتي ځواکونو کاروایانې شوې وې چې پکې ۱۵۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴۵۰ ژوبل شوي ول.

د راپور ترمخه، د ۲۰۲۲ز کال په نسبت په ۲۰۲۳ ز کال کې ناامني۶۹ فېصده زیاته شوې وه.

د مرکز مشر سعد خټک وایي د ناامنۍ په پېښو کې زیاتوالی دوام لري او د روان کال په لومړیو پینځو میاشتو کې ۴۰۹ وسلوال بریدونه شوي چې پکې ۴۱۴ کسان ووژل شول.

د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه وايي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف تېره میاشت مشال راډیو ته ویلي ول چې صوبايي حکومت د وسلوالو پرضد د ښه مبارزې په موخه پولیسو ته د نویو وسلو او نورو سامانونو لپاره اووه اربه روپۍ ورکوي.

XS
SM
MD
LG