عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
ملګري ملتونه د اګست ۲۱مه د ترهګرۍ پېښوکې ښکار شویو د یادولو او ورته د پېرزوینو وړاندې کولو ورځ لمانځي. په خیبر پښتونخوا کې په تېرو دوو لسیزو کې په ناامنۍ کې ډېرې پښتانه ځپل شوي چې ورڅخه یې یوه د باجوړ تاج مینه ده چې اوس په نوښار کې اوسي. تفصیل په ویډیو کې.
د پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز په نوم نوي ګوند په نوښار خپله لومړۍ جلسه کړې ده. د خیبر پښتونخوا د پخوانیو اعلاوزیرانو پروېز خټک او محمود خان په مشرۍ هغه ګوند په وروستیو کې له تحریک انصافه جلا شویو سیاستوالانو جوړ کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د چارسدې یو اوسېدونکی ابراهیم کاکا وايي، د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۲مه په بابړه کې د خدايي خدمتګارو تحریک ګڼو غړو او پلویانو د خان عبدالغفار خان باچا خان د زنداني کېدو ضد مظاهره کوله چې د هغه وخت صوبايي حکومت امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې او لسګونه کسان یې ووژل. نور په ویډیويي مرکه کې.
د اګست پر اوومه د خيبر پښتونخوا په مردان کې پوليسو هغه وخت د پاکستان تحريک انصاف تر ۲۰ زيات پلويان ونيول چې کله هغوی د ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د احتجاج لپاره د مردان پرېس کلب مخې ته راټولېدل. د پوليسو په وينا دغه کسان يې د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې د سرغړونې په تور نيولي.
د اګست پر پينځمه د پاکستان د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ پر ضد د خيبر پښتونخوا په ځينو ضلعو کې وړې وړې احتجاجي مظاهرې شوې دي. په پېښور کې هم د تحريک انصاف ځينې پلويان احتجاج ته وتلي ول چې پوليسو يې ځينې ګرفتاره کړل.
په مردان کې کروندګر وایي سږ کال د تماکو نرخونه ښه دي او د تېر کال پرتله به ډېره ګټه ورته وکړي. کروندګر وایي سږکال بارانونو فصلونه خراب کړي خو پر دې سربېره هم په ګټه کې دي. تماکو فصل له پټي تر بټۍ او بیا منډۍ ته په رسېدو کې له کومو مرحلو تېریږي؟ تفصیل په دې ویډیو کې
په پېښور کې یوې جرګې د پخواني نومیالي وکیل او پښتون ملتپاله سیاستوال عبداللطیف اپرېدي او د پخواني قاضي افتاب اپرېدي د کورنیو ترمینځ روغه کړې ده. دواړو کورنیو له اته کلونو راهیسې دښمني لرله. د جولای ۳۰مې جرګې ته یوشمېر سیاستوالان او ګڼ خلک ورغلي ول. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د وزیراعظم شهباز شریف لخوا اعلان شوی په ځوانانو کې د نویو صلاحتیونو معلومولو یا د یوت ټیلنټ هنټ پروژې له مخه په خیبرپښتونخوا کې د لوبو سیالۍ روانې دي. د جولای ۲۳مې څخه په روانو سیالیو کې د صوبې له بېلا بیلو برخو څخه لوبغاړي برخه اخلي. .
د ټولنې چارواکو د جولای پر ۲۲مه په پېښور کې په غونډه کې په شوګر د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ډاکترانو ته لارښوونې وکړې چې د ټولنې په وینا، په عملي کېدو یې په کم لګښت او ښه ډول د ناروغۍ درملنه کېدای شي.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ مخې ته د جولای له ۱۱مې راهیسې ناستو احتجاجیانو مشال راډيو ته وویل چې د جولای پر ۱۳مه ورباندې پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او تر ۱۵ زیات ښوونکي یې ونیول.
د خیبر پښتونخوا د سرکاري ثانوي سکولونو استادانو پرلت د جولای پر ۱۲مه پر دویمه ورځ هم روان وو. دوی د رتبو لوړېدو لپاره د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته ناست دي او وايي د غوښتنې تر پوره کېدو پورې کور ته نه ځي. د خیبر پښتونخوا نګران حکومت وايي، د رتبو لوړولو واک نه لري. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د سويډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د قران مجيد د بې حرمتۍ خلاف د جولای پر اوومه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهري وشوې. مظاهرچيانو له حکومته له سويډن سره د سفارتي اړیکو ختمولو غوښتنه وکړه. تفصیل په ویډیو کې
د جولای په څلورمه نېټه د شپې ناوخته د خیبرپښنوخوا د پخواني وزيراعلا او د تحریک انصاف د پخواني صوبایی صدر پرویز خټک په کور کې د نوموړي په مشرۍ د پلويانو په ګڼه ګوڼه کې يوه مهمه غونډه روانه وه.
د مردان په ګوجر ګړۍ کې زړې چړې او تبرونه تېرول کېږي خو د نوو چړو پر دوکانونو د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه تر سترګو کېږي. خلک وايي چې په هېواد کې زیاتېدونکې ګرانۍ ورڅخه د اخيستو توان اخیستی دی.
د خيبر پښتونخوا په مختلفو ځایونو کې حکومت په نهرونو کې په لامبلو بندیز لګولی خو د صوبې په میداني سیمو کې خلک د ګرمۍ زیاتېدو اود بجلۍ د نیشتوالي له وجې په سیندونو او نهرونو کې لامبي. د ژغورنې اداره وایي سږ کال په بېلا بېلو وختونو کې د لامبلو په وخت ۳۲ کسان ډوب شوي دي. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې:
نعمان کاکاخېل وویل د استخباراتي ادارو له لوري ځینې پلټنو د تابعیت ورکولو دا کار لږ پیچلی کړی دی او هغه دا چې ځینې کیسونه د ترهګرۍ او یا د ریاست د ماملو سره اړوند وي نو ځکه هغه خلک چې د تابعیت اخیستو لپاره یې درخواستونه جمع کړي دي، کېسونه یې د ځنډ سره مخته وړل کېږي
د بلدياتو استازو بیا د فنډونو او واک لپاره احتجاج وکړ
په ډېره اسماعیل خان کې د نجونو لپاره د تایکوانډو په یوازیني کلب کې تر ۵۰ زیاتې نجونه زده کړې کوي. د مرکز ښوونکی وايي، پینځه کاله مخکې ورسره یوازې خپله لور شاګرده وه خو اوس د وزیرستان کډوالې نجونې هم ورڅخه لوبه زده کوي. ویډیويي رپورټ.
د پېښور ضلعي انتظاميې او د خيبر پښتونخوا د لوبو څانګې د جون پر لومړۍ نېټه د معذوره ماشومانو لپاره د لوبو يو ورځنۍ مېله جوړه کړې وه. د لوبو په دې سياليو کې د کرکټ، رسه کشۍ او فوټبال په ګډون ځينې نورې لوبې هم شاملې وې. . .
د مردان په هاتیانو سیمه کې د کوربه او پېښور لوبډلو ترمینځ د کبډۍ سیالۍ شوې دي. د مردان لوبډلې د مې پر ۲۸مه له پېښوره لوبلړۍ وګټله. په سیالیو کې د افغانستان لوبغاړو هم برخه اخیستې ده. د لوبلړۍ لیدو ته ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ