عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
رضا محمد رضا وايي، دا یو حقيقت دی چې عثمان خان کاکړ خپلځان سياسي مبارزې ته سپارلی وو او خپل ټول ژوند يې د ګوند تنظیمي او سياسي کارونو ته ورکړی وو.
د امريکا ولسمشر جو بايډن او د هغه روسي سيال ولاديمير پوتين د جون پر ۱۶مه په جېنېوا کې شوی خپل ملاقات ښه او مثبت ارزولی دی. خو د دوی ترمنځ پر ځينو خبرو اختلافات لا هم پر ځای پاتې شو. د سپینې ماڼۍ لپاره د امريکا غږ خبريالې پېټسي وداکوسوارا راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې له ۲۰۰۰ز کال راهيسې بلوڅ وسله والو ډلو د پاکستان پرضد کارروايانې پيل کړې دي او دوی له دې هېواده بلوچستان بېلول غواړي.
د کوټې ښار اسېسټنټ کمېشنر محمد زوهيب الحق د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د شنبې (خالي) پر ورځ يې په هزاره ټاون کې د نجونو او هلکانو شپږ سکولونه ځکه وتړل چې د ده په وينا، د قانون له مخې له بلوچستان حکومت سره راجسټر نه ول.
د خيبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۸مه د بوديجې وړاندې کولو لپاره د اسمبلۍ غونډه وربللې ده خو تر دې وړاندې د صوبې اعلا وزیر د بجټ په اړه د قبايلي ضلعو د اسمبلۍ له استازو سره سلا مشورې کړې دي.
د پاکستان بشري حقونو وزيرې د جون پر اوومه نېټه په قامي اسمبلۍ کې په زوره د خلکو لادرکه کولو عمل د جرم ګرځولو قانوني مسوده وړاندې کړه. په مسوده کې په لادرکۍ کې لاس لرونکي کس ته ۱۰ کاله د بند سزا تجويز شوې ده.
د مشال راډيو له خوا راغونډې شوې شمېرې ښيي چې په بلوچستان کې په تېرو ۱۷ مياشتو کې د ترهګرۍ تر پېښو ټرافيکي پېښې نه يوازې زیاتې شوې بلکې مرګ ژوبله هم بې ساري توګه پکې زیاته ده.
د کابل د سیدالشهدا ښوونځي زده کوونکو هوډ ښوولی چې د مې د اتمې پر برید سربېره زده کړو ته دوام ورکوي. خو د زده کوونکو کورنۍ یې امنیت ته اندېښمنې دي. د مې پر ۱۶مه د ځینو زده کوونکو کورنیو د یوه پرېکړه لیک له لارې د ښوونځیو امنیت غوښتنه وکړه. چارواکي وايي، حکومت د ښوونځیو پر امنیتي پلان کار کوي.
بیا يو وخت داسې هم راغی چې په ۲۰۰۶ز کال کې عوامي نیشنل ګوند د اختلافاتو ښکار شو او هغه "فولادي ښځه" د خپل زوی اسفنديار ولي خان په مشرۍ مرکزي مجلس عاملې له ګونده وایسته.
د پاکستان حکومت تر فيصلې وروسته د دې هېواد له افغانستان او ايران سره پولې تړل شوې دي. دا اقدام په دې هېواد د کورونا وبا په تېزۍ سره د خپرېدو د مخنيوي په خاطر پورته کړل شوی دی. په دې اړه فرانس پريس اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
په افغانستان کې انټرنېټ ته لاسرسي د ښځو لپاره کاروباري امکانات پراخ کړي دي او ورځ تر بلې ښځې انلاین کاروبارونو ته مخ کوي. څو کاله مخکې د کلېک ټکی اف په نوم یوه پاڼه جوړه شوه چې اوس یې افغانې کاروباریانې په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان اخیستونکو (پېرودونکو) سره تړلې دي.
په پاکستان کې نن د اپرېل پر ۱۴مه لومړۍ روژه ده خو د کورونا وبا درېیمې څپې او ورسره ګراني چارواکي، کاروباریان او عادي وګړي له مشکل سره مخامخ کړي دي. د روغتيا په برخه کې د دې هېواد د وزيراعظم سلاکار فیصل سلطان ويلي د کورونا وبا اوسنۍ څپه تر پخوانيو هغو زوروره ده.
د اپرېل پر ۱۳مه د خيبر پښتونخوا په مردان کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان څلورم تلين دی. هغه څلور کاله وړاندې بلوه ګرو د مذهب سپکاوي په تور وژلی وو خو وروسته د پوليسو پلټنو وښووله چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه دی کړی.
د دې هېواد ملي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر چې د ۲۶ ښارونو نومونه خپاره کړل چې پکې د کورونا وايرس د خپرېدو شرح اته فيصده ده، په هغو کې زیاتره ښارونه په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې ول.
په پي ډيم اېم کې اختلافات د مارچ ۱۶مې په غونډه کې هغه مهال رامينځ ته شول چې کله پيپلز ګوند له اسمبليانو څخه له استعفاګانو ورکولو انکار وکړ.
په پاکستان کې د کورونا وايرس د درېيمې څپې راتلو سربېره هم د دې هېواد په سيند صوبه کې دوديزې ميلې پيل شوې دي. دا ميلې پروسږ کال د کورونا وايرس د خپرېدو له کبله درېدلې وه. ګډونوال د غېږو اېستلو او اسونه ځغولو په سياليو کې زياته دلچسپي اخلي. د اشوشييټډ پريس اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی
دواړه له تېرو څو ورځو راهیسې په سياسي ګوندونو ګرځي او د ځان لپاره ورڅخه رايې غواړي. سېنېټ ټول ۱۰۰ غړي لري چې پکې دا مهال ۴۷ د حکومت او ۵۲ د اپوزيشن ملاتړي دي.
په پاکستان کې مېشتو افغانانو خپل دوديز هنرونه ژوندي ساتلي دي. د هغه هېواد په بازارونو کې اوس هم د افغانانو په لاسونو جوړ شیان په ښه بيه پلورل کېږي. د افغان لاسي کارونو ښايست ته په کتو سره د کراچۍ يوې نومیالۍ فېشن ډیزاینرې افغانې ښځې ګومارلې دي چې ورته دودیز نقشونه او سینګارتوکي جوړ کړي.
نور وښیئ