د لاسرسي ځای

تازه خبر

اډیو ریکارډنګ: د نواز شریف سزاکولو په اړه د مخکیني قاضي ثاقب نثار بله مبینه رسوايي


د پاکستان مسلم لیګ مشر نواز شریف او د هغه لور مریم نواز
د پاکستان مسلم لیګ مشر نواز شریف او د هغه لور مریم نواز

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر شهباز شريف د هغه اډيو ريکارډنګ چې پکې په مبینه توګه د پاکستان سپريم کورټ پخوانی چيف جسټس نواز شريف ته د سزا خبرې کوي، په اړه ويلي چې له دې ښکاري چې څنګه تر يوه پلان لاندې نواز شريف او د هغه لور له سياسي بهیره لیرې وساتل شول.

د فېکټ فوکس په نوم ويبپاڼې د نومبر پر ۲۱مه نېټه د پیته شوي غږ (اډيو ريکارډینګ) پر اساس چې پکې دوه کسان خبرې کوي یو ځانګړی رپورټ خپور کړی دی.

په رپورټ کې ادعا شوې چې په دې کې یو کس د پاکستان سپريم کورټ پخوانی چيف جسټس میا ثاقب نثار دی او د هغه د غږ پیته (اډيو ريکارډنګ) یې هم په رپوټ کې وراچولې ده.

پخوانی مشر قاضي ثاقب نثار د مسلم ليګ نواز له يوه مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره د یوې ناستې پر مهال
پخوانی مشر قاضي ثاقب نثار د مسلم ليګ نواز له يوه مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره د یوې ناستې پر مهال

فېکټ فوکس وايي چې د ثاقب نثار او د یوه بل کس ترمینځ شوې خبرې د نواز شريف او د هغه د لور مریم نواز ته د سزا ورکولو په اړه دي. دا هغه وخت وو چې د دواړو پرضد د ۲۰۱۸ز کال په جولای میاشت کې د اسلام اباد په احتساب عدالت کې د درغلۍ یوه مقدمه روانه وه.

په اډيو ريکارډنګ کې د فېکټ فوکس په خبره ثاقب نثار بل کس ته وايي ((زه به سپينه خبره وکړم چې دلته فیصلې ادارې کوي او وايي چې په دې کې به میا صیب (نواز شريف) ته سزا ورکول وي او وايي چې موږ خان صيب (عمران خان) راولو. سزا يې جوړېږي نه خو اوس به يې ورکوو.))

دویم کس ورته وايي چې د لور (مریم نواز) خو سزا نه جوړېږي. د دې په ځواب کې هغه کس چې فېکټ فوکس يې ثاقب نثار يادوي وايي چې ((دا بلکل جایزه ده. ما خپلو ملګرو ته وويل چې په دې اړه بايد څه وشي خو زما ملګرو راسره اتفاق و نه کړ چې بیا به د عدليې ازادي پاته نه شي.))

په اډيو ريکارډنګ کې چې په مبینه توګه ثاقب نثار (ادارې) يادوي د فېکټ فوکس په ادعا له دې څخه د هغه هدف د (پاکستان پوځ او جاسوسي اداره ای اېس ای) ده. مشال راډيو په خپلواکه توګه د اډيو ريکارډنګ د کره والي تصديق ونکړای شو.

د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف د نومبر پر ۲۱مه نېټه پر ټوېټر پاڼه په خپل غبرګون کې ويلي چې د پاکستان د پخواني چيف جسټس دا تازه اډيو پيغام دا څرګندوي چې څنګه نواز شريف او مريم نواز د يوه لوی پلان له مخې له سياسي بهیره د بهر ساتلو لپاره په نښه شول.

شهباز شريف زیاته کړې: ((اوس د غلطيو سمولو وخت رارسېدلی دی. قام د انصاف په انتظار دی.))

نوازشريف، مريم نواز او کېپټن صفدر ته د اسلام اباد احتساب عدالت د ۲۰۱۸ز کال تر ټولټاکنو له مخه سزاګانې اورولې وې چې له مخې يې درې واړه زندان ته لېږل شوي ول. تر انتخاباتو وروسته دوی په ضمانت راخوشي شول او نواز شريف دا وخت په لندن کې جلاوطنه دی.

میا ثاقب نثار تازه اډيو ريکارډنګ جعلي بولي. د نومبر پر۲۱مه د فېکټ فوکس ويب پاڼې تر رپورټ سمدستي وروسته مشال راډيو له ثاقب نثار څخه د ټيليفون له لارې پوښتنه وکړه نو هغه وويل چې دا (جعلي ږغ) دی او ده په دې اړه (نواز شريف او مريم نواز ته د سزا) له هېچا سره خبرې نه دي کړي.

خو چې کله مو ورڅخه وپوښتل چې په اډيو کې خو کټ مټ ستاسو غږ ښکاري نو هغه وويل: ((دا چې څوک یې اوري هغه ته به داسې لګېږي خو ما ته داسې نه ښکاري.))

له ثاقب نثار مو وپوښتل چې په دې اړه د فېکټ فوکس ويب پاڼې پرضد به څه قانوني کاروايي کوي نو هغه وويل چې په دې لړ کې يې اوس څه فیصله نه ده کړې.

خو د فېکټ فوکس خبريال احمد نوراني د نومبر پر ۲۱مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې هغه د ساينسي جاج (فورنزک) اخيستلو لپاره اډيو ريکارډنګ د امريکا ګيرټ ډسکوري نومې کمپنۍ ته لېږلی وو او تر جاج اخيستو وروسته يې رپورټ ترلاسه کړ چې ویل یې، په ريکارډنګ کې هېڅ لاسوهنه نه ده شوې. په دې کمپنۍ کې هغه وتلي کارپوهان کار کوي چې د امريکا عدالتونو ته د داسې اسنادو په اړه ثبوتونه وړاندې کوي.

((د ږغ د ساییسي جاج رپورټ ( فورنزک رپورټ) مو له خبر سره چاپ کړی دی. په دې کې ويل شوي چې اډيو ريکارډنګ په هېڅ ډول نه دی خراب کړل شوی او نه هم پرې یا را پرې کړل شوی دی.))

پاکستان کې مخالفه ګوندونه په تېره بیا مسلم ليګ نواز له تېرو شااوخوا درې کالونو راهيسې پر جسټس ريټايرډ ثاقب نثار دا تور پورې کوي چې هغه تر يوه پلان لاندې نواز شريف ته سزا ورکړې وه. خو هغه تل دا تور رد کړی دی.

دا په تېره يوه اوونۍ کې دويم ځل دی چې په رسنيو کې پر ثاقب نثار د تور لګولو راپورونه خپرېږي چې پکې نوموړي د نواز شريف او مریم نواز پرضد په عدالتي مقدمو کې (مداخلت) کړی دی.

د نومبر پر ۱۵مه نېټه د پاکستان دي نيوز انټرنینشنل هم يو ځانګړی رپورټ خپور کړی وو چې د ګلګت بلتستان د پخواني چيف جسټس رانا شميم احمد خان د يوې لاسليک شوې حلف نامې پر اساس جوړ شوی وو. د ورځپاڼې په وينا، حلف نامه کې رانا شميم ادعا کړې چې ثاقب نثار د ده په مخ کې د های کورټ یوه جج ته حکم کړی چې ((تر څو انتخابات ونشي تر هغو دې هرو مرو نواز شريف او مريم نواز په زندان کې وي.))

خو هغه مهال هم ثاقب نثار مشال راډيو ته ويلي ول چې د رانا شميم خبره بلکل غلطه ده او ده دغسي هېڅ ډول حکم ورکړی نه و.

XS
SM
MD
LG