د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو سازمان د مظاهرو خلاف د بلوچستان ګورنر فرمان د ایین ضد ګام وباله  


کوټه کې د طب زده کوونکیو احتجاج: ۲۰۲۱، د سېپټېمبر۳۰مه
کوټه کې د طب زده کوونکیو احتجاج: ۲۰۲۱، د سېپټېمبر۳۰مه

د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان، د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو اتحاديې او د وکيلانو استازي د بلوچستان ګورنر له خوا پر جاري کړل شوي ارډيننس نيوکې کړي او دا يې د پاکستان په ايين کې د ورکړل شویو بنیادي حقونو خلاف بللی دی.

د نومبر پر ۲۸ مه نېټه خپور شوي دې ارډيننس کې ويل شوي چې په بلوچستان کې که هرڅوک په ارادي توګه د پرلت، مظاهرې یا جلسې له لارې سړکونه او لارې وتړي نو دا به يو جرم وي چې سزا به يې درې مياشتې بند او ۱۰ زره روپۍ جرمانه وي.

د صوبې ګورنر ظهور اغا دا حکم په داسې حال کې کړی چې د بلوچستان په کوټه ښار کې ډاکټران، زده کوونکي او په ګوادر کې ځايي خلک د خپلو غوښتنو لپاره پر احتجاج دي.

د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د بلوچستان څانګې مشر طاهر حبيب ايډوکېټ د ګورنر ارډيننس د دې هېواد د اساسي قانون خلاف ګام بولي. نوموړي د نومبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان ايين خلکو ته د وينا او جلسې حق ورکوي چې دا ارډيننس له خلکو دغه حق اخلي.

((حکومت بايد د ارډيننس له لارې پر جلسه، مظاهره یا احتجاج د بنديز لګولو پرځای هغه لاملونه له مینځه یوسي چې له کبله يې خلک احتجاج کوي.))

طاهر حبيب زیاتوي چې باید لارې او سړکونه بند نشي او حکومت ته پکار ده د احتجاجيانو لپاره د ځانګړي ځایونو بندوبست وکړي.

د ارډيننس تر جاري کېدو وروسته پوليسو د نومبر پر ۲۸مه نېټه په کوټه کې د هغو ډاکټرانو پرضد کارروايي وکړه چې د وزیراعلی له کور سره نېږدې يې پرلت وهلی وو. پوليسو ۱۹ ډاکټران او د روغتيا عمله ونيوله چې د نومبر پر ۲۹ عدالت جېل ته ولېږل. د ځوان ډاکټرانو سازمان د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې احتجاج پیل کړی دی. دوی هسپتالونو ته د طبي سهولتونو ورکولو، د سرکاري هسپتالونو د شخصي کولو د ممکنه پلان مخالفت او د صوبې د صحت څانګې د سېکرېټريانو له څوکيو څخه د لیرې کولو غوښتنه کوي. حکومت وايي چې د ډاکټرانو جایزه غوښتنې مني خو د هسپتالونو د شخصي کولو هېڅ پلان نشته.

د ځوان ډاکټرانو سازمان پخوانی مشر ډاکټر یاسر خوستی وايي چې دوی د ارډيننس مخالف کوي او حکومت بايد پر احتجاج د بنديز لګولو پرځای د دوی ستونزې حل کړي.

د بلوچستان وکيلانو اتحاديې يو مشر منير کاکړ هم د ارډيننس مخالف کوي او وايي چې په دې اړه غونډه رابولي چې پکې به د ارډيننس په عدالت کې د چېلنجولو فيصله کوي.

نوموړي د نومبر پر ۲۹مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې ارډيننس د پاکستان په ايين کې خلکو ته د ورکړل شویو اساسي حقونو سره په ټکر کې دی.

خو حکومت بیا دريځ لري چې د احتجاجونو له لارې له ولس څخه د تګ راتګ ازادي اخيستل کېږي چې په وينا يې دا هم د قانون ضد عمل دی. د بلوچستان حکومت وياند سردار عبدالرحمن کېتراڼ د نومبر پر ۲۹مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې هېڅوک سړک نشي تړلای.

هغه زیاته کړه: ((هېڅوک سړک نشي بندولای، د دې به د قيد او جرمانې سزا وي. څوک چې (لارې بندوي) هغوی خلک په تکلیفوي. موږ به د احتجاج لپاره ځانګړي ځايونه جوړوو.))

د پاکستان د ايين له مخې د ګورنر له خوا د جاري شوي ارډيننس موده درې مياشتې وي چې څلورو میاشتو ته هم غځېدای شي.

XS
SM
MD
LG