عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د تېرو کلونو په څېر به د مارچ پر اتمه نېټه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت غونډې او دستورې جوړېږي.
د پاکستانۍ جېنۍ د دنانير مبين يوازې د څو سکېنډونو ويډيو د هند او پاکستان خلک سره رانږې کړل. دنانير اراده نه لرله چې ويډیو خپره کړي خو چې کله يې خپره کړه نو په هند او پاکستان کې پر ټولنيزو رسنيو دومره مشهوره شوه چې هغه پخپله ورته حېرانه شوه. د ژوند د هرډګر خلکو د هغې په نقل کولو سره خپلې ويډيوګانې جو
تر ټولو سخته سيالي د اسلام اباد لپاره پر ځانګړې شوې چوکۍ ده چې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد امېدوار یوسف رضا ګېلاني او د واکمن تحريک انصاف هغه د دې هېواد د خزانې وزير حفيظ شېخ دی.
د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴ مه په راولپنډۍ کې د بهرنۍ ميډيا له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د ورکو کسانو په اړه د حکومت تحقیقاتي کميشن د ۶۰۰۰ زره کسانو نومونه ترلاسه کړي ول چې پکې د ۴۰۰ زرو مقدمې حل شوې او د پاته نورو هغو به ډېر ژر حل شي.
د موسمياتو محکمه کې د وچکالۍ څارلو ملي مرکز په سپارښتنليک کې ويلي چې د پروسږ کال له اکتوبره د ۲۰۲۱ز کال تر جنورۍ میاشتې پورې د کمو بارانونو له کبله دوړاه صوبې د وچکالۍ ښکار دي.
د ورکو کسانو شاوخوا ۲۰ خپلوان له کوټې څخه اسلام اباد ته تللې ول چې دوی اول د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې د احتجاج په توګه ناست وو.
عاطفې د خپل ۵۹ کلن پلار عبدالحبيب مړی روغ رمټ پېدا نکړ او دوی يوازې د هغه لاس په قبر کې ښخ کړ.
د کورونا وبا د مخنيوي په خاطر اخیستل شويو ګامونو د پاکستان سېلګرۍ صنعت ته زيان رسولی دی. د دې هېواد د يو شمېر کسانو اقتصادي تکيه پر حج او عمره ده خو د سعودي حکومت له خوا سفري بنديزونو د دوی روزګار هم په ټپه درولي دي.
هغه غرختونکي کې لاهم ورک دي چې څو ورځې له مخه يې هڅه کوله چې په پاکستان کې د کې۲ غره څوکې ته وخېږي. د پاکستان پوځ ژغورندویه ډلې د فېبرورۍ تر ۱۰مې هغوی لټول خو هېڅ څرک یې نه لګېږي. په دې اړه د اسوشېېټډ پريس او فرانس پرېس د ويډیوګانو پر اساس عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.
د هند په شمال کې له همالیا غره څخه د واورین کمر پرېوتو له وجې سېلاوونه راغلي او یو کلی یې وړی دی. په پېښه کې تر اوسه د ۱۸ کسانو د مړینې رپورټونه دي او ۱۶۵ ورک دي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په میانمار (برما) کې د پوځي کودتا پر وړاندې پراخې مظاهرې شوې دي. د هغه هېواد پوځ د فبرورۍ پر لومړۍ کودتا وکړه او د واکمن ګوند مشره انګ سان سوچي او نور مشران یې ونیول. د مظاهرو په اړه د ازادې اسیا راډیو ویډیويي رپورټ.
دا ځل هم د سعودي عرب حکومت دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په ګڼ شمېر پاکستانيان په رخصتيو کورنو ته تللي او پلان يې درلود چې بیرته ولاړ شي.
د پاکستان حکومت ویلي چې د فبرورۍ پر لومړۍ یې له چینه د کورونا وایرس ناروغۍ سینوفارم واکسین ترلاسه کړي دي. د حکومت له اعلان سره سم، د واکسینو ورکولو بهیر روانه اوونۍ پیلېږي چې ورته د هېواد په بېلا بېلو برخو کې مرکزونه جوړ شوي. پر دې موضوع د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
دې هېواد د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې په ۲۰۲۰ز کال کې دوه واره تعليمي ادارې تړلې وې.
د امريکا منتخب ولسمشر جو بايډن به د روان کال د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه د دې هېواد د ۴۶ م ولسمشر په توګه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپلې څوکۍ لوړه پورته کوي.
په نړۍ کې ډاکټران او نور طبي کارکوونکي د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د لومړۍ مورچې مبارزين بلل کېږي او د علاج پر مهال په سلګونو ورڅخه مړه شوي هم دي.
ډاکټر عتیق عمر مشال راډيو ته وويل چې په شاوخوا دوه سوه ناروغانو يې د علاج پیسې پور وې چې هغوي ته يې په ورکولو کې ستونزه وه.
دا قانون د امريکا پرمختيايي ادارې پو اېس اېډ څخه غوښتنه کوي چې د پاکستان لپاره د لوړو زده کړو پروګرام لاندې دې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کال په موده کې لږ تر لږه ۵۰ فيصده سکالرشپې پاکستانۍ ښځو ته ورکړي.
نور وښیئ