طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ چې پر مهال یې ورته امنیتي چارواکو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د ژوب د وروستي "ترهګر" برید په اړه معلومات ورکړل.
په پاکستان کې د قانون له مخې منتخب حکومت خپله پینځه کلنه موده تر پوره کولو وروسته واک نګران حکومت ته سپاري چې هغه بیا د ټاکنو له کمېشن سره په ګډه په ۹۰ ورځو کې انتخابات کوي او چارې نویو واکدارانو ته سپاري.
مولانا فضل الرحمان د جولايي پر نهمه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان مسلم لیګ نون د پاکستان جمهوري غورځنګ یا پي ډي ایم برخه دی خو پیپلز ګوند په پي ډي ایم کې نه دی.
د کورنیو چارو وزیر وویل، د مې نهمې او ۱۰مې تر پېښو وروسته پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي له قانون سره سم له پنجابه ۲،۵۸۸ او له خیبر پښتونخوا څخه یې ۱،۱۰۰ کسان نیولي دي. رانا ثنا الله زیاته کړه چې په پاتې نورو مقدمو کې ۵،۵۳۶ کسان ګرفتار شوي دي چې ورڅخه یې ۸۰ فیصده په ضمانت خوشې شوي دي.
د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان د ګرفتارۍ په غبرګون کې په پاکستان کې په قهرجنو مظاهرو کې پر دولتي او شخصي ودانیو حملې وشوې چې تر هغې وروسته د تحریک انصاف ګڼ مخکښه سیاستوالان او سلګونه پلویان نیول شوي دي.
د مې پر نهمه د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو د درغلۍ په يوه قضيه کې د عمران خان د نیولو په غبرګون د هغه هېواد په ګڼو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې کړې وې چې پکې یې مهم ملکي او پوځي ځایونه په نښه کړي ول.
د پوځ ویاند د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي یو بیان کې هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې د پوځ په مشرتابه کې، پاکستان د اوسني سیاسي کړکېچ پرسر اختلافات دي او له دې امله ځینې پوځي مشرانو استعفاوې ورکړي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، په اېف سي کیمپ باندې حمله شپږو وسله والو کړې وه چې ټول وژل شوي دي. پوځ وايي پلټنې یې روانې دي او د وسله والو سهولت کارانو ته به زر ځان رسیوي.
عمران خان د مې پر نهمه په خپل ويډيويي بيان کې د پوځ مطبوعاتي اداره مخاطبه کړه او ويې ويل چې "يوازې د يوې ادارې عزت کول نه دی پکار، بلکې د قام د هر وګړي عزت کول پکار دی."
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي دي چې افغانستان، پاکستان او چین د سوداګرۍ پر پراخولو او پر سیمه ییز اتصال موافقه کړې ده. ویډیويي مرکه وګورئ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په يو بیان کې ویلي په ملاقات کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، جماعت اسلامي امیر سراج الحق او یوشمېر نور سیاستوالان شامل ول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د بهرنيو چارو لپاره د طالبانو له سربرست وزير امير خان متقي سره پر ټليفون خبرې کړې دي.
کابینې د مارچ پر ۲۸مه په بېل کې زیات پام ډېر پام د چیف جسټس د سو موټو یا له خپل اړخه د نوټس واک کمولو ته ورکړی دی. حکومت په مسوده کې وړاندیز کړی دی چې د سپریم کورټ چیف جسټس باید په یوازې سر له خپل لوري د اقدام واک و نه لري بلکې دا کار به د مشرانو قاضیانو یوه ډله کوي.
د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا) ټېلېوېژنونو ته امر کړی دی چې د مارچ پر ۲۷مه دې "د یوې ورځې" لپاره په اسلام اباد کې د "غونډو، لاریونونو او جلسو" په اړه ژوندۍ خپرونې نه کوي.
عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."
د اصف په مشرۍ پلاوی چې پکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم هم شامل دي، د فبرورۍ پر ۲۲مه کابل ته ورسېد.
عمران خان په خپلو خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان نوم نه دی اخیستی خو هغې ډلې د فبرورۍ پر اتمه رسنیو ته په استولي بیان کې د نوموړي دعوه ناسمه بللې او ویلي یې دي چې جګړه یې د پاکستان "د پوځ او استخباراتي ادارو" پر ضد ده او سیاستوالان یا غیرسیاسي خلک نه په نښه کوي.
پر رشید تور دی چې پر پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند پر شریک مشر اصف علي زرداري یې تور پورې کړی دی چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د وژنې دسیسه یې جوړه کړې ده.
نور وښیئ