طاهر جمیل خان په لاهور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پنجاب پر سیاست، اقتصاد او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه برابروي.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) رهبر او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ویلي دي چې له هېچا غچ نه اخلي او د هېواد د مسلو د هواري او راتلونکې لپاره کار کول غواړي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه تر شاوخوا څلورو کلونو وروسته هېواد ته ستون شو او په لاهور کې یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان یو مساپر وړونکي بس د اګست پر ۲۰مه سهار وختي د فیصل اباد پر لویه لاره (موټروې) له پېنډي بټیا سره نېږدې له یوه پېک اپ ګاډي سره ټکر وکړ چې تر هغې وروسته په بس کې اور ولګېد.
په همدې حال کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.
د پاکستان جماعت اسلامي مشر سراج الحق ويلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د وزيرانو لوڼې او زامن له هغه هېوا بهر په پوهنتونونو کې زدکړې او ښوونې کوي، نو هغوی به پر نورو نجونو هم د علم دروازې نه بندوي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان دا څرګندونې مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې کړي چې ژر به د مشال راډیو پر وېبپاڼه، یوټیوب، فیس بک او ټویټر خپرې شي.
د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ ترمخه د جون ۲۵مې په ماښام د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه زنانه وژل شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي. دا راز د مردان ضلع په ګړۍ کپوره کې د کور چت د غورځیدو له امله یوه ښځه او د هغه شپږکلن زوی ژوبل شوي دي.
د پاکستان په لاهور ښار کې پروت د "زمزمه" په نوم توپ د معاصر افغانستان بنسټګر احمد شاه ابدالي (دراني) په امر په ۱۷۵۷ز کال کې جوړ شوی وو چې وروسته په ۱۷۶۱ز کال کې د پاني پت په درېيمه جګړه کې د مرهټوو خلاف وکارول شو.
په همدې حال کې عمران خان له الجزیره ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې پولیسو یې د لاهور په زمان پارک کې کور محاصره کړی دی او غواړي چې بیا یې ګرفتار کړي.