د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس: پنجاب کې پارېدلو کسانو د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور ۱ تن ژوبل کړی دی


پولیس وايي سلګونه سرتېري په سرګودا کې د پېښې ځای ته ورسېدل - پخوانی انځور.
پولیس وايي سلګونه سرتېري په سرګودا کې د پېښې ځای ته ورسېدل - پخوانی انځور.

د پنجاب پولیس وايي چې په سرګودا (سرګودها) کې د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور پارېدلو کسانو یو کس وهلی او ژوبل کړی دی.

پولیسو د مې پر ۲۵مه تر پېښې څو ساعته وروسته په بیان کې وویل چې په مجاهد کالونۍ کې خلکو د دیني مقدساتو د سپکاوي تر تور پورې کولو وروسته د مسیحیانو (عیسویانو) پر یوې کورنۍ برید وکړ او تورن کس یې وواهه.

بیان وايي چې پارېدلو کسانو د هغې کورنۍ د بوټانو جوړولو پر کارخانې هم حمله وکړه او ورته یې اور واچاوه.

بیان وايي چې د پولیسو لوړپوړي چارواکي او سلګونه سرتېري سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل چې قهرجنو خلکو په کاڼو وویشتل.

د پنجاب د پولیسو مشر ډاکتر عثمان انور په سرګودې کې خبریالانو ته وویل چې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي او د تاوتریخوالي په تور یې دوه مقدمې دایرې کړې دي.

دی وايي، پولیسو په تاوتریخوالي کې د ککړتیا په تور ۱۵ مشکوک کسان نیولي دي.

انور زیاته کړه چې په روغتون کې د ژوبل کس درملنه روانه ده.

د پنجاب اعلاوزیرې مریم نواز شریف د پنجاب د کورنیو چارو سېکرټر نورالامین مېنګل ته سرګودې ته د تګ، د پېښې د پلټنو او بیا هغې ته د رپورټ وړاندې کولو لارښوونه کړې ده.

د جړاوالا ښار اوسېدونکي وايي تاوتریخوالي وېرولي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د مذهب سپکاوي پر سر تاوتریخوالی او قانون

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د پنجاب په جړاوالا سیمه کې مذهب ته د توهین تر ګنګوسو وروسته لسګونه پارېدلو کسانو پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه وکړل او تاوانونه یې واړول.

د هم هغه کال د مې پر شپږمه د مردان په ساولډېر کې پارېدلو کسانو د نګار عالم په نوم یو ملا وواژه. تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې پر یوه چینايي وګړي هم د اسلام د سپکاوي تور پورې شوی وو چې د ګرفتارۍ لپاره یې خلکو مظاهره کړې وه. حکومت هغه چینايي کارکوونکی په پوځي هېلېکاپټر کې اېبټ اباد ته واستاوه.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاتوي چې ریاست د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومتونو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG