د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم پر ګرفتاریو سربېره لاهور کې مظاهره کړې ده


پي ټي اېم پر ګرفتاریو سربېره لاهور کې مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعالانو په لاهور کې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د جنورۍ پر ۲۸مه د ښار په ازادۍ څلورلاره (لېبرټي چوک) کې د مظاهرې پر مهال د غورځنګ یوشمېر غړي ونیول او د ګلبرګ پولیسو مرکز ته یې انتقال کړل. پولیس وايي، په لاهور کې پر ولسي غونډو بندیز وو او د غورځنګ غړي یې له مظاهرې منع کړل، خو پر دې سربېره هغوی احتجاج ته دوام ورکړ نو ځکه یې اووه تنه نیولي دي. د پي ټي اېم فعالانو تر دې وروسته د لاهور په ګارډن ټاون کې احتجاج وکړ. پشتین د جنورۍ له څلورمې راهیسې د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې د پنجاب د جهلم په زندان کې بندي دي، خو غورځنګ وايي چې ټولې هلې ځلې یې سوله ییزې او له قانون سره سمې دي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG