طاهر جمیل خان په لاهور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پنجاب پر سیاست، اقتصاد او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه برابروي.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.
د پاکستان جماعت اسلامي مشر سراج الحق ويلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د وزيرانو لوڼې او زامن له هغه هېوا بهر په پوهنتونونو کې زدکړې او ښوونې کوي، نو هغوی به پر نورو نجونو هم د علم دروازې نه بندوي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان دا څرګندونې مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې کړي چې ژر به د مشال راډیو پر وېبپاڼه، یوټیوب، فیس بک او ټویټر خپرې شي.
د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ ترمخه د جون ۲۵مې په ماښام د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه زنانه وژل شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي. دا راز د مردان ضلع په ګړۍ کپوره کې د کور چت د غورځیدو له امله یوه ښځه او د هغه شپږکلن زوی ژوبل شوي دي.
د پاکستان په لاهور ښار کې پروت د "زمزمه" په نوم توپ د معاصر افغانستان بنسټګر احمد شاه ابدالي (دراني) په امر په ۱۷۵۷ز کال کې جوړ شوی وو چې وروسته په ۱۷۶۱ز کال کې د پاني پت په درېيمه جګړه کې د مرهټوو خلاف وکارول شو.
په همدې حال کې عمران خان له الجزیره ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې پولیسو یې د لاهور په زمان پارک کې کور محاصره کړی دی او غواړي چې بیا یې ګرفتار کړي.