صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د جماعت اسلامې ګوند مشر سراج الحق احتجاج ته په خپله وینا کې وویل چې د مولانا هدایت الرحمان د خلاسون لپاره حکومت ته د یوې اونۍ وخت ورکوي.
د هرنايي یوه انتظامي مشر مجید جوګېزي د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې درېواړه پېښې د مارچ پر نهمه شوې دي. دی وايي، په لومړۍ پېښه کې هغه ټریکټر د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو چې د سکرو کان ته یې اوبه وړې.
د بلوچستان د کروندګرو ټولنې د مارچ پر دويمه د بجلۍ لوډشېډنګ ضد کاربندیز کړی او د صوبې یوشمېر مهمې لويې لارې يې تړلې وې. اخوا په کوټه کې د پاکستان د اوبو او برېښنا چارو ادارې (واپډا) یوه چارواکي محمد افضل مشال رېډیو ته ويلي چې کروندګر د بجلۍ بېلونه نه پرې کوي نو ځکه یې ورباندې برېښنا بنده کړې ده.
د خبریالانو د اتحادیې مشر عرفان سعید مشال راډیو ته ويلي، په بلوچستان کې په لومړي ځل د يوه وژل شوي خبریال عدالتي مقدمه وروستي پړاو ته رسېدلې وه، خو پرېکړه د دوی د تمې برعکس وشوه.
د بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل ډلې د مرکزي کمېټۍ غړي غلام نبي مري مشال راډیو ته وویل چې که ماهل بلوڅه په کوم غير قانوني کار کې ککړه وي نو پولیس دې یې له ثبوتونو سره عدالت ته وړاندې کړي.
د درو کسانو په وژنه تورن سردار عبدالرحمان کېتراڼ تر نیول کېدو وړاندې مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی هغه تور په "کلکه" ردوي.
لېویز ځواک د فبرورۍ ۲۳مې په بیان ویلي دي چې په چاپو کې یې څوک نه دي نیولي ځکه چې تښتوونکي وار له مخه خبر شوي ول او له هغو ځایونو څخه تللي ول نو ځکه سرتېري له هېڅ مقاومت سره مخامخ نه شول.
د بلوچستان له بارکان ضلعې سره نېږدې له یوه کوهي څخه د یوې ښځې او د هغې د دوو زامنو تر مړو موندل کېدو وروسته لسګونه کسانو پرلت وهلی دی. احتجاجي ناسته د فبرورۍ پر ۲۱مه مازیګر مهال پیل شوه چې د فبرورۍ پر ۲۲مه هم روانه ده. د بلوچستان حکومت د پېښې پلټنو لپاره کمېټي جوړه کړې. ویډيويي رپورټ.
په دې اړه مو چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ سره تماس ونیوه نو هغه مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی هغه تور په "کلکه" ردوي.
په سرياب سړک د فبرورۍ پر ۲۰مه شوې دې مظاهره کې سياسي او مدني فعالانو د ماهل د خوشې کولو لپاره شعارونه ورکړل.
د وژل شوي خبریال کشر ورور اسفند يار وايي، د ورور مقدمه يې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې وه او پوليسو د هغه په وژنه کې تورن دوه کسان نیولي ول چې یوه پکې زنانه هم وه او یو بل تن بیا اشتهاري ګرځول شوی وو.
د بلوچستان په یخو سیمو کې خلک د ژمي له یخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره غرنۍ مېوه شنې خوري.شنی په غره ییزو سیمو کې پیدا کېږي او ونې یې تر سلګونو کالو پورې مېوه ورکوي. د پشین د کرهنې اداره وایي چې د پخوا پرتله په پاکستان کې د شنو ونې پنځه فیصده پاتې دي او دوی یې د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي. .
په ګڼو پښتنو سيمو کې خلک د پسه د غوښې لاندی کوي. لومړی د پسه يا ګډ پر غوښې په ځانګړې طریقې مالګه اچول کېږي. بیا دا غوښه لمر ته د وچولو لپاره ږدي. دا وچه غوښه بیا د کال په اوږدو کې خلک پخولی او خوړلی شي. لاندی په يخو او یا هغو سیمو کې ډېر کېږي چې له بازاره ليرې وي. ویډیويي رپورټ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فرورۍ پر دویمه پر ټویټر لیکلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځلو لپاره بېلا بېلې غونډې کوي.
عبدالقدوس بزنجو د جنورۍ پر ۲۰مه رسنیو ته په استولي ویډیويي بیان کې تور پورې کړی دی چې وفاقي حکومت هغې صوبې ته له اېن اېف سي څخه د ۲۰۲۱-۲۲ز مالي کال له ۱۵ څخه تر ۲۰ اربه او د روان مالي کال (۲۰۲۲-۲۳ز) ۳۰ اربه روپۍ نه دي ورکړې.
مظاهرچیانو د لاریون پر مهال د ناامنۍ ضد نعرې وهلې او له حکومته یې غوښتل چې د پښتنو په سیمه کې دې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات وکړي، د باج غوښتو مخنیوی دې وکړي او کاروباریانو ته دې تحفظ ورکړي.
د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر فضل شکور خان د جنورۍ د نهمې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې د غنمو او اوړو کمی نه دی بلکې د حکومت له خوا د ارزانه اوړو ورکولو برخه کمه ده.
د مسافر وړونکی بس له کوټې څخه د ږوب پر لاره خیبر پښتونخوا ته روان وو چې د کلا سېف الله په تور وڅکۍ سیمه کې له یو ټرک سره ټکر شوی دی.
نور وښیئ