د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ګرانۍ ضد احتجاج شوی دی


 په کوټه کې د ګرانۍ پر ضد احتجاج کوونکي
په کوټه کې د ګرانۍ پر ضد احتجاج کوونکي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مدني ټولنو غړو د ګرانۍ پر ضد احتجاجي مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتي چې د نرخونو د کنټرول لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د مارچ پر ۲۶مه د مدني ټولنو "کوټه ډوېلپمېنټ محاذ" او "پامیر کنزیومر سوسایټي" غړیو مظاهرچيانو تور پورې کړ چې دوکانداران د حکومتي چارواکو په خوښه شیان ذخیره کوي او یا یې د خپلې خوښې پر نرخونو خرڅوي.

په مظاهره کې شریک سرور محمد حبیب بړیڅي مشال راډیو ته وویل، د دوکاندارانو ددې قدم پر ضد حکومت هیڅ نه کوي: "په ګرانۍ جوړولو کې تاجران او حکومت سره ملګري دي، تاجران د لسو روپو شی پر سل روپۍ ورکوي."

په مظاهره کې شریک یو تن عبدالمتین اخونزاده مشال راډیو ته وویل، حکومت باید هر وخت او په تېره بیا په روژه کې د نرخونو کنټرول ته پام وکړي. هغه زیاتوي: "دلته هر کاروبار کونکې خپل اتحادیه جوړه کړې ده او د خپلې خوښې بیي ورباندې ږدي، دلته موږ د بې وزلۍ( غربت) تر لیکي لاندې ژوند کوو د ورځې دوه ډالره نشو کټلای نو تاسو چې ددی پر ضد لس، پینځلس سلنه بیي لوړوی نو موږ د هغه پر ضد احتجاج کوو."

بلخوا د بلوچستان حکومت خلکو ته په مناسبه بیه د خوراکي او نورو شیانو رسولو په موخه بچت یا ارزان بیه بازارونه جوړ کړي دي. صوبایي حکومت وایي په دې توګه یولک کورنیو ته په کمه بیه خوراکي توکي ترلاسه کیږي.

د بلوچستان حکومت ویاند فرخ عظیم شا د مارچ پر ۲۶مه، مشال راډیو ته وویل ۱۵۰۰۰ پارسله اوړه د صوبې ضلعو ته رسول شوي دي او دا به خلکو ته پر ارزانه بیه ورکوي: ''دا کار په لومړي ځل په بلوچستان کې کیږي. بل اعلا وزیر د ټولو ضلعو چارواکو او د نرخونو د کنترول کمټیۍ د بچت بازارونو څارنه کوي چې ګټه یې ولس ته رسیږي."

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو وختو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG