صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د ځوانو ډاکترانو سازمان وايي، د جنورۍ پر ۱۲مه یې د احتجاجي لاریون پر مهال پولیسو لسګونه ډاکتران او روغتیاپالان نیولي دي. سازمان وايي، د تاوتریخوالي او اخ و ډب په پېښو کې شاوخوا ۱۰ روغتیاپالان ژوبل هم شول. د سازمان په خبره، احتجاج یې سوله ییز وو او روغتیاپالان د اعلا وزیر دفتر پر لوري روان ول
په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ د ۵۰مې کلیزې په مناسبت دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې پکې څېړونکو او لیکوالانو د اکېډمۍ د کار او علمي کارونو مقالې وړاندې کړې. د اکېډمۍ مشر سید خیر محمد وايي، هغه اداره د څېړنو او ادبي کارونو ترڅنګ خلکو ته د پښتو لیک لوست هم ورزده کوي. د ډېسېمبر ۱۸مې او ۱۹مې غونډې په اړه رپورټ.
پښتو اکېډمۍ خپله ۵۰مه کلیزه د یو علمي سېمینار په جوړولو سره ولمانځله. یادې اکېډمۍ په ۱۹۷۱ کال کې خپل مزل پیل کړی و. د ۵۰مې کلیزې په ویاړ په جوړ شوي سېمینار کې د کوټې ترڅنګ د پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او افغانستان نه ورغلو مېلمنو ګډون وکړ.
د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ یو پلاوي د ډېسېمبر پر ۱۶مه، په ګوادر کې د حق غوښتونکي تحریک له مشر مولانا هدایت الرحمان سره ولیدل.
د ډېسېمبر پر دويمه نېټه د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلين په مناسبت په کوټه کې ولسي غونډه وشوه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا وربلل شوې دغې غونډې ته د ګوند مشرانو د عبدالصمد خان اڅکزي پر ژوند او ملي مبارزې سربېره پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په اړه ویناوي کړي.
د بلوچستان په ټولو سرکاري روغتونو کې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې لخوا له او پي ډي او اپرېشین تېټرانو څخه کاربندیز روان دي، ډاکټرانو کار بندیز د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه پیل کړی. ډاکټران د حکومت لخوا د لویو روغتونونو لپاره د (اېم ټي اي) په نوم د نوي قانون پرضد احتجاج پیل کړی دی.
د چمن او سپین بولدک تر منځ لارې که يو خوا عام ولس اغېزمن کړی نو بلخوا يې کاروبارونه هم ځپلي دي. د کوټې روسي ګلۍ ته د افغانستان له لارې د نورو هیوادونو سامانونه ورځي، خو اوس د دې کاروباري مرکز دوکانداران وايي چې د لارې بندېدو له کبله يې کاروبار اغېزمن شوی او د دوکانونو کرايې لا هم نه شي پوره کولای.
کډي کباب د بلوچستان د خلکو دودیز خواړه دي. دا کباب به پخوا د اور په ټکور پخېده خو اوس د کوټې په یوه رستوران کې په نوې طریقه پخېږي. هغه خلک چې د روغ پسه توان نه لري او یا روغ پسه ته اړتیا نه لري دلته یې د کیلو په احساب اخېستلای شي او یو کیلو ورته په ۲۲۰۰ سوه روپۍ تمامېږي. نور په ویډیو راپور کې.
د بلوچستان په هرنايي کې یوشمېر زلزله ځپلي وايي، تر اوسه یې کافي مرستې نه دي ترلاسه کړې. خو د طبیعي ناورینونو پروړاندې د مبارزې اداره وايي، له خلکو سره یې مرستو ته دوام ورکړی دی. له حکومتي شمېرو سره سم، د اکتوبر پر اوومه په زلزله کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۲۳ ژوبل دي. له دې پرته په هرنايي کې لسګونه کورون
بلوچستان کې چارواکي وايي، په هرنايي کې یې تر زلزلې وروسته مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی. د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي چې په زلزله کې یې د نړېدولو ودانیو تر کنډکپرو لاندې ډېری کښېوتي کسان را-ایستلي دي. نوموړی وايي چې سخت ژوبل کسان یې په هوايي امبولېنسونو کې کوټې ته رسولې دي.
د بلوچستان په هرنايي کې د زیارت په شپه پېشلمي مهال راغلې درنې زلزلې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او تر ۲۵۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. په دغه زلزله کې د امیرمحمد مور او دوه وروڼه وژل شوي دي. د مشال رېډیو خبریال صمد شبنم هرنايي ته ورغلی او خبرې یې ورسره کړې دي.
داوود وايي، په هرنايي کې تر ۸۰۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي. د ډېری ړنګ کورونو اوسېدونکو بېګا شپه تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو کې تېره کړې ده.
په بلوچستان کې د دولتي روغتونو د او پي ډي او اپرېشین تېټرانو څخه د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې کاربندیز اعلان کړی، ډاکټران وایي چې په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره بېلا بېلې اسانتیاوي نه لرو او د حکومت پلان روان دي چې دولتي روغتونونه شخصي کړي،
د بلوچستان د هرنايي یوشمېر اوسېدونکي تر ۱۱ ورځو پلي مزل وروسته د اکتوبر پر لومړۍ نېټه کوټې ته ورسېدل. دوی د هرنايي ژغورنې غورځنګ په نوم د یوه سازمان غړي دي او وايي، احتجاجي پرلت یې په خپله سیمه کې د پرمختیايي کارونو او بنیادي اسانتیاو لپاره پیل کړی دی. د بلوچستان حکومت وايي، په سیمه کې یې د پرمختیاي
د سېپټېمبر پر ۲۳مه د يوشمېر نورو پښتني سيمو په څېر په کوټه ښار کې هم د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه. په دې لړ کې د ښار په بېلا بېلو برخو کې غونډې او پروګرامونه تر سره شول چې د پښتو او ژوند ژواک پر ارزښت خبرې وشوې.
په غونډه کې برخوالو اندېښنې شریکې کړې چې پښین سیمه دي پر دوو ضلعو یا ولسوالیو ووېشل شي او ډویژنل مرکز دي هم پښین وګرځول شي.
احتجاجي پرلت تر هغه وروسته پیل شو چې د اګست پر ۲۶مه د زیارت ماڼګې ډیم ته نېږدې د سړک غاړې بم په چاودنه کې د لېویز ځواک درې سرتېري محمد زمان کاکړ، مدثر حسین او زین الله کاکړ ووژل شول.
د بلوچستان په زیارت کې د لېويز سرتېرو وژنې پرضد د روان پرلت په ملاتړ د سېپټېمبر پر پینځمه هلته پهیه جام هړتال وشو. د دې هړتال ملاتړ سیاسي ګوندونو او تاجرانو هم کړی وو. په دې اړه تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ.
د بلوچستان په زیارت کې د لېويز سرتېرو وژنې پرضد د روان پرلت په ملاتړ نن د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې احتجاجي مظاهرې وشوې. په دې لړ کې په ځینو ښارونو کې مظاهرې شوي دي او د کوټې په ګډون ځینو نورو سیمو کې له دې وروسته پلان شوې دي.
د پرلت مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ نواب اياز خان جوګيزي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه ناوخته پرلتوالو ته په وينا کې د راتلونکې تګلارې اعلان وکړ.
نور وښیئ