شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د ځنګلونو ادارې په رپورټ کې ویل شوي چې په دې ۲۱۰ پېښو کې په ۵۵ ځایونو کې خلکو اور په ارادي توګه لګولی، په ۱۲ ځایونو کې د وچې هوا او ګرمۍ له کبله لګېدلی او د ۱۰۳ ځایونو د اورو لګېدو لامل لا نه دی څرګند شوی
د ولسمشر عارف علوي دفتر د جون پر څلورمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي دا ګام د ملک د ایین ۷۵ (۱) مادې له مخې اخیستی دي او دا بلونه بیرته حکومت ته لېږلي دي.
په دې اړه د جون په دویمه یوه اعلامیه د استخباراتو د اسټبلېشمېنټ ډویژن لخوا خپره شوې ده چې پکې ویل شوي، وزیر اعظم د ملک استخباراتي ادارې ته دا اختیار ورکړی چې د سرکاري ملازمینو د څارنې مسولیت دې په خپله غاړه واخلي.
فیض حمید له ۲۰۱۹ز کال څخه د ۲۰۲۱ز کال تر اکتوبره د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر هم پاتې شوی دی چې په اړه یې په وروستیو کې د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) مشرانو څرګندونې کړې وې.
وزیراعظم شهباز شریف په شانګله کې جلسې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې خیبر پښتونخوا ته یې د غنمو او اوړو پر لېږد بندیز لیرې کړی دی او همداراز یې د بیو ټیټولو امر هم کړی دی.
د یادې صوبې د اطلاعاتو څانګې د مې پر شپږمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مې له اتمې نېټې څخه د صوبې په میداني علاقو او جنوبي ضلعو کې د سختې ګرمۍ اټکل شوی نو ولس دې خپل ځان او څاروي له ګرمۍ و ساتي
د پاکستان پوځ وايي د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو پرضد عملیات پراخ کړي دي.
د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، د اپریل پر ۲۹مه په چارسده او باجوړ کې بمي چاودنو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نثار محمد وايي دا کار یې د پولیسو نظام قبایلي سیمو ته نوی غځېدلی نو د قانوني ستونزو او پېچیدګیو د هواري، ژر فیصلو کولو، له ولس سره په تاڼه کې د رپورټ په دایرولو کې د مرستې، د خلکو د اسنادو تصدیق او نورو اسانتیاوو لپاره کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې په عارضي توګه د اخیستل شویو ښوونکو سازمان وايي، حکومت په وار وار ورسره د مستقل کولو ژمنه کړې خو پوره کړې یې نه ده.
د بشري او ښځو حقونو ځينې فعالان په ټاکنو کې د اچول شويو رايو شرح کمه او د اندېښنې وړ بولي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د دغو رعایتي بازارونو د چلولو لپاره، دوه نیم اربه روپۍ بیلې کړې دي.د چارواکو په وینا دا بازارونه به ټوله میاشت د خلکو په مخکې پرانیستې وي.
د ماشومانو د تحفظ ترميمي بل ۲۰۱۲ کې ويل شوي چې په ماشومانو جنسي تېري کونکو ته او د هغوي غیر اخلاقي ويډيوګانې جوړونکو ته د مرګ سزا يا عمر قېد او تر ۵۰ لکو روپو پورې د جرمانې سزا دې ورکړې شي.
اسلام اباد های کورټ د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي لپاره حکومت ته د قانون جوړونې سپارښتنه پر داسې مهال کړې چې په پاکستان کې یوشمېر دیني عالمانو په تېرو وختونو کې د واده لپاره د عمر د حد لوړولو مخالفت کړی دی.
د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر کې د نیو زیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د لومړۍ سیالۍ تر پیلېدو لږ ساعت مخکې د امنیتي دلایلو په یادولو پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ او له هغه هېواده ستنه شوه.
نور وښیئ