د لاسرسي ځای

تازه خبر

فایز عیسا: د سپریم کورټ د قاضیانو خالي څوکۍ دې ډکې کړل شي


د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ: انځور له ارشیفه
د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ: انځور له ارشیفه

د پاکستان د سپریم کورټ یا د سترې محکمې یو قاضي جسټس فایز عیسا د سترې محکمې مشر قاضي یا چیف جسټس عمر عطا بندیال ته په یو استول شوي لیک کې غوښتنه کړې ده چې د سترې محکمې د قاضیانو په خالي څوکیو دې نوي کسان وګماري ځکه چې له ډېره وخته دا څوکۍ خالي پرتې دي.

د پاکستان د ایین له مخې د سپریم کورټ د قاضیانو شمېره ۱۵ پکار وي خو دا مهال یوازې ۱۱ قاضیان کار کوي او نورې څوکۍ خالي دي.

په استول شوي لیک کې جسټس قاضي عیسا د سترې محکمې مشر قاضي ته دا هم لیکلي چې د ججانو د کمي له وجې په عدالتونو کې د خلکو دوسیې یا کیسونه د ځنډ ښکار شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې دا مهال د پاکستان په سپریم کورټ کې خواوشا ۲۵۰۰۰ کیسونه پراته دي چې فیصله شوې نه دي او خلک له انصاف حاصلولو نه ناهیلې ښکاري.

د پاکستان د ایین له مخې جوډیشل کمیشن یا قضايي کمیسون چې نهه قاضیان پکې شامل وي د سپریم کورټ د قاضیانو ګمارنه کوي.

د پېښور های کورټ وکیل فرهاد اپریدي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، پکار ده چې دا کمي زر پوره کړل شي ځکه چې سپریم کورټ وي او که های کورټ خو چې په عدالتونو کې د ججانو شمېره کمه وي نو ورسره په عدالتي کارروایۍ زیات اثر پرېووځي. هغه وايي، دا کمی دې زر تر زره پوره کړل شي ځکه چې د ججانو د کمي له وجې د خلکو فیصلې د ځنډ ښکار وي.

جسټس فایز عیسا په خپل خط کې د پاکستان چیف جسټس عمر عطا بندیال ته دا هم لیکلي چې له ډېره وخته د پاکستان ستره محکمه په ۳۰ سلنه کمه شمېره قاضیانو باندې کار کوي او هغه اندېښنه لري چې د پاکستان ستره محکمه غیرفعاله نه شي.

یو بل قانون پوه سجاد مسید د اکتوبر په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د سپریم کورټ د قاضیانو ټاکنه ځکه د ځنډ ښکار کېږي چې د ټاکونکې کمېټې د غړو خوښه او ناخوښه پکې شامله وي او بله دا چې د قاضیانو د ټاکنې لپاره کومه حتمي نېټه (ډیډلاین) هم نه وي. همدا رنګه د قاضیانو ریکارډونه هم کتل کېږي او ځینې نور وجوهات هم وي.

XS
SM
MD
LG