شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
پخواني وزیراعظم عمران خان په بیا بیا دا تور رد کړی وو او دریځ یې لاره چې په پاکستان کې رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. د پاکستان اوسني حکومت ویلي دي چې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی او پخواني محدودیتونه ختموي.
د واړه ماموندو تاڼه دار نیاز محمد د اپرېل ۲۷مې پر سهار مشال راډیو ته وویل، پر موټرسایکل سپرو وسله والو د اپرېل پر ۲۶مه ماښام مهال مفتي بشیر محمد وویشت او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د پاکستان په تاریخ کې تر دې وړاندې هم دا ډول سیاسي ناندرۍ مخې ته راغلې دي چې د منتخبو یا دستورسازو اسمبلیو له ماتېدلو وروسته، پرېکړې په عدالتونو کې ننګول شوې دي. دلته د پاکستان په سیاسي تاریخ کې ځینو داسې پېښو ته کتنه کوو.
جنرال افتخار دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې پاکستان کې یو ځل بیا بحثونه پیل شوي چې دي چې پوځ په سیاسي چارو کې دخیل دی او داسې ګنګوسې دي چې د مخالفه ګوندونو له پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) سره پټې رابطې لري.
د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لوري د هغه ګوند د پلویانو حکومت ضد لاریون چې د مارچ پر اتمه په اسلام اباد کې پای ته ورسېد، پر عمران خان د بې باورۍ لوی ثبوت دی.
داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې د پېښور پر جومات د برید مسوولیت قبول کړی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري د فبرورۍ ۱۶مې پر ماخوستن شخصي ټېلېوېژن اې ار وای نیوز ته وویل، که یو کس چا ته پر ټېلېوېژن "ښکنځلې وکړي نو مقابل لوری به په ځواب کې څه کوي؟ په ډزو خو یې نه شي ویشتلی، یوازې له قانونه به مرسته غواړي."
د پاکستان وفاقي حکومت خوشبینه دی چې د وزیراعظم د دې سفر په پایله کې به د سیپیک پر پروژو کار بیا چټک شي. د لسګونه اربه ډالرو هغو پروژو چارې د کورونا وایرس جهاني وبا او بیا په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو د بریدونو له وجې له خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي.
د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختیايي چارو وزیر اسد عمر په اسلام اباد کې خبري غونډه ته وويل چې په ملک کې د کورونا وايرس پينځمه څپه روانه ده، نو د دې مهم مقصد د کورونا وایرس مخنیوې کول دي.
د حافظ ثناالله محمد نعمان مشال راډیو ته وویل چې پلار یې له تېرو پنځو ورځو نه ناروغه وو او د جنورۍ په ۲۸مه نېټه یې په پېښور کې ساه ورکړه.
نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي ول چې د تحریک انصاف حکومت دې د غریبانو پر حال رحم وکړي، ګراني دې قابو کړي. په پیښور کې دې د ګیس او بجلۍ لوډشیډنګ ختم کړي.
د خیبر پښتونخوا د چارسدې په دلدار ګړۍ کې رانجه جوړېږي. د رنجو کاروباریان وايي، کاڼی له مصره درامدوي او په خپله کارخانه کې ورڅخه رانجه جوړوي. خو دوی وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند او وروسته محدودیتونو یې کاروبار خراب کړی. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د وزیر اعظم د مذهبي چارو سلاکار حافظ طاهر اشرفي د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په لاهور کې د علماوو له غونډې وروسته خبريالانو ته وویل، تر دې دمه يې له ۳۰۷ کتابونو څخه هغه مواد لرې کړي چې په ټولنه کې کرکه نفرت او تشدد خپروي.
د زده کوونکو اتحاديې "پروګريسيو سټوډنټ کليکټيو" یوې مشرې عروج اورنګزېب د نومبر پر ۲۵مه پر ټویټر ولیکل چې دا احتجاجونه به د ملک په زیاتره برخو کې تر سره کېږي.
نور وښیئ