د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: د ترهګرۍ په اړه د پاکستان تګلارو ته بیا کتنه په کار ده


بلاول بټو زرداري وايي، که څه هم حالات د ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م په څېر نه دي‌ خو بیا هم په کار ده چې مخنیوی یې وشي. (انځور: پخوانی دی)
بلاول بټو زرداري وايي، که څه هم حالات د ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م په څېر نه دي‌ خو بیا هم په کار ده چې مخنیوی یې وشي. (انځور: پخوانی دی)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري ویلي چې تر سیمه ییز بدلون وروسته ترهګري زیاته شوې ده.

بلاول بټو زرداري دا خبره د نومبر پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال په افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګېدو او د طالبانو واکمنېدو ته په اشاره وکړه.

بلاول بټو زرداري زیاته کړه چې په دې موده کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شوې دي.

بلاول بټو زرداري وویل، چې که څه هم حالات د ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م په څېر نه دي‌ خو بیا هم په کار ده چې مخنیوی یې وشي.

ده زیاته کړه، "د ترهګرۍ پېښې پرلپسې روانې دی، موږ ته هم په کار ده چې په تېر یو کال کې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان کومه تګلاره اوسېدلې ده، پر هغه د تړلو دروازو شاته له سره غور وکړو."

د بلاول بټو زرداري په وینا، پاکستان د تېرو وختونو په څېر بیا د ترهګرۍ خطرناکې ورځې نشي زغملای.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د ۲۰۲۲م د سېپټمبر په پای کې پر افغان طالبانو غږ کړی وو چې د سيمې د امن او ثبات لپاره پر تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې خپل نفوذ وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت او تحریک طالبان پاکستان دواړه وايي چې د افغان طالبانو په منځګړتوب رامنځ ته شوی اوربند برقرار دی.

د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې په پیل کې د پاکستاني حکومت له خوا یوې جرګې په کابل کې د افغان طالبانو په دریمګړۍ له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې کړې وې.

د هغو خبرو اترو په نتیجه کې که څه هم اوربند اعلان شوی وو خو په دې وروستیو څو میاشتو کې په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

پر ځايي قبایلي مشرانو‌، فعالانو، پولیسو او امنیتي ځواکونو په شویو بردیونو کې د یو شمېر هغو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده. د پاکستان پوځ هم په دې وروستیو کې ویلي چې د وسله والو طالبانو پرضد یې عملیات دوام لري.


تر اوسه نه د پاکستان حکومت او پوځ او نه هم تحریک طالبان پاکستان په رسمي توګه د خبرو اترو ته پای ته رسېدو او اوربند ختمېدو اعلان کړی دی.

دې خبرې هم یو شمېر پوښتنې راپورته کړې دي چې تحریک طالبان پاکستان ولې پر اوربند سربېره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

خبریال او شنونکی حقنواز خان مشال راډیو ته وویل، لومړی خو پر دې فکر په کار دی چې که له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کېږي نو شرطونه به څه وي؟

د ده په وینا، دا تر اوسه نده څرګنده چې ایا د هغوی لپاره به د پاکستان په اساسي قانون یا ایین کې بدلون راوستل کېږي او که څنګه؟

د پاکستان حکومت او پوځ چې کله له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو اعلان وکړ نو یو شمېر ګوندونو یې په سخته مخالفت وکړ.

د حکومت د دې ګام پرضد په یو شمېر ښارونو کې پراخې ولسي غونډې هم وشوې. د دې غونډو مشران او ګډونوال وايي دوی په هیڅ صورت د دې اجازه نه ورکوي چې سیمې یې وسله والو ته پرېښودل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د جون پر ۲۲مه د قومي سلامتۍ شورا تر غونډه وروسته خبري غونډې ته ویلي وو چې له تحریک طالبان پاکستان سره به په خبرو کې داسې یوه غوښتنه هم ونه مني چې د پاکستان له ایین سره په ټکر کې وي.

XS
SM
MD
LG