شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د پېښور په باچا خان مرکز کې د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي مشر او پخواني وزیر میا افتخار حسین پر ژوند د لیکل شوي کتاب ((د امن مبارز)) پرانیستغونډه شوې ده. د جنورۍ ۱۰مې غونډې ته د ګوند د غړو او پلویانو په ګډون یوشمېر ادیبان، لیکوالان او هنرمند ورغلي ول. له نوموړي سره د کتاب په اړه ویډيويي مرکه وګورئ.
د عوامي نېشنل ګوند مشرانو دا څرګندونې د جنورۍ پر څلورمه د پېښور په باچا خان مرکز کې د مرکزي کونسل د دوه ورځنۍ غوڼدې په پای کې کړې دي.
د دولتي ادارو د خصوصي کولو یا نجکارۍ چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار محمد علي د ډېسېمبر پر ۲۴مه رویټرز اژانس ته په مرکه کې وویل، ټاکل شوې چې هوايي شرکت تر هغه وخت پورې تازه پانګه هم ترلاسه کړي.
د پاکستان دولتي راډیو (راډیو پاکستان) د ډېسېمبر پر نهمه لیکلي دي چې د یادې ادارې لخوا دوی ته د پورونو د یو بل قسط منظوري ښيي چې د پیسو نړیوال صندوق د اسلام اباد له هغو هڅو مطمینه ده چې د اقتصادي اصلاحاتو لپاره یې کوي.
د ډېسېمبر درېیمه د معذورانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي چې موخه یې د هغوی هڅول او د ستونزو هواري ته د حکومتونو او خلکو پام ګرځول دي. موږ د همدې ورځې په مناسبت په چارسده کې د نابینا او کمزوري دید لرونکو ماشومانو په ښوونځي کې ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی.
د یاد ګوند مرکزي جنرل سېکرټري احسان الله خان د نومبر په ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې کړې دی.
د تېر په څېر دا ځل هم د دواړو لوریو ترمینځ خبرې د ترکیې او قطر په مینځګړتوب کېږي. د پاکستان او طالبانو استازو د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه يو ځل بيا د مذاکراتو کولو هوکړه کړې وه.
د پاکستان مرکزي حکومت پر تندلارې مذهبي سياسي ډلې "تحریک لبیک پاکستان "تر بندیز وروسته د هغې ډلې ګڼ غړي نيولي دي. دا ډله تر دې وړاندې هم يو ځل تر بنديز لاندې راغلې وه، چې وروسته بنديز ورڅخه ليرې کړل شو.
په خیبرپښتونخوا او په ځانګړې ډول په قبایلي ضلعو کې پر کورونو د هاوان مرميو او ډرون بريدونو پېښې وړاندې هم شوې دي چې پکې عام خلک وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
د طالبانو حکومت وایی چې په پاکستان کې امنيتي پېښې د دوی کورنۍ مسله ده او د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي
د چارسدې د مټې مغل خېلو د جامو، څادرونه، پکولونه او خامتا سوداګر وايي چې په دې وروستیو کې په پنجاب کې راغلیو سېلابونو د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.
بیان خلکو ته ډاډ ورکړی چې په کلیو کې يې د امنیت وضع ښه شوې ده او دعوه کوي چې سيمه له وسلوالو پاکه شوې ده.
دوی زیاته کړې چې د میراعظم د وژنې پېښه د پوليسو تاڼې سره نېزدې شوې او دا د پوليسو ذمه واري ده چې ثبوتونه راغونډ او قاتلان د انصاف عدالت ته وړاندې کړي.
پولیس وايي دم ګړۍ ته همدومره معلومات ورسره دي او دا امکان هم شته چې د مرګ زوبلې شمېر زیات شي.
اخوندزاده چټان وړاندې وویل چې په جرګه کې د هغو خلکو پر وضعیت هم اندېښنه وښوول شوه چې د عملیاتو له وجې له ماموندو نورو سیمو ته کډه شوي دی.
د باجوړ د پولیسو یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه درلودلو له وجې د نوم د پټ ساتلو غوښتنه کوله د اګست پر ۲۹مه یې مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د اګست پر ۲۸مه په نښتر کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د اګست له ۲۴مې څخه تر ۲۸مې پورې د اوبو نړیواله اونۍ لمانځل کېږي چې موخه یې د تازه او پاکو اوبو ارزښت په اړه پوهاوی پیدا کول او د اب و هوا بدلون مخنیوي اقدامات کول دي.
نور وښیئ