سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
دواړه قانوني مسودې د مې پر ۲۶مه قومي اسمبلۍ منظور کړې وې چې اوس به د ولسمشر تر لاسلیک وروسته د قانون په توګه نافذې شي.
په پاکستان کې یو شمېر مزدورانو مشال راډیو ته وویل چې که څه هم حکومت رخصتي اعلان کړې ده خو دوی یې ځکه نشي کولای چې بې له مزدورۍ کولو یې ژوند ډېر ګران دی.
موجوده قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليو موده د ۲۰۲۳م کال د اګست په ۱۳مه پوره کېږي او له دې وروسته به له ايين سره سم په درېو مياشتو کې دننه انتخابات کېږي.
د پاکستان پخواني حکومت ویلي ول چې د پي اېم ډي اې جوړولو موخه په سم ډول د رسنیو او د ټولنیزو شبکو انتظام دی او د بیان پر ازادۍ د بندیز لګولو معنا نه لري.
وزیراعظم عمران خان د مارچ پر ۳۱مه، ملت ته په یوه تلویزوني وینا کې ویلي ول چې د "یوه هېواد" لخوا یې خط ترلاسه کړی چې پکې د وزیراعظمۍ له دندې څخه د هغه د لرې کېدو ذکر شوی دی.
یاد پوهنتون د فبرورۍ پر ۱۶مه، په خپلې رسمي وېبپاڼې د دغه پوهنتون د رییس (وایس چانسلر) ډاکټر ضیا الحق په حواله لیکلي، دوی دا پرېکړه له هغې وروسته کړې چې د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې د طالبانو لخوا ګمارل شویو چارواکو د یاد پوهنتون له مشرتابه سره وکتل.
حکومتي وزیرانو او وزیر اعظم عمران خان په بیا بيا ويلي چې اپوزيشن ګوندونه هیڅ ايجنډا نه لري او د خپلو درغلیو پټولو لپاره دا ډول احتجاجونه او بیانونه ورکوي.
پاکستان کې مخالفه ګوندونو د مري پېښې د لا رڼو او کره پلټنو لپاره چې څوک د دې زمه وار دي، د یوه عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه.
د پښتو ژبې شاعران او ادیبان د مانېروال مړینه د پښتو ادب او ژبې لپاره لوی زیان بولي او وايي تسکین مانېروال په پښتو ادب کې د یوه ځانګړي اسلوب او طرز څښتن وو.
عایشه ملک تر دې وړاندې د لاهور های کورټ ججه وه خو بل پلو بیا د وکیلانو ځینې تنطیمونه وايي، او په دې خبره انتقاد کوي ګني چې عایشه ملک د های کورټ په هغه درېیو سېنېر ججانو کې نه وه شامله چې د سپریم کورټ قاضي جوړه کړل شي.
د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي چې دا تګلاره به د ډېسمبر پر ۲۸مه د نورې منظورۍ لپاره د وفاقي کابینې په غونډه کې وړاندې کېږي.
وفاقي حکومت روان کال د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره په قامي بودیجه کې دترقیاتي کارونو لپاره اته څلوېښت اربه روپۍ بیلې کړې وې او وویل وو چې قامي مالیاتي کمېشن په مد کې به هم قبایلي ضلعو ته تر د لسو کلونو پورې سل اربه روپۍ ورکوي.
یاد وزارت دا خبرې په یو راپور کې د پاکستان قامي اسمبلۍ ته جمع کړې دي او ویلي یې دي چې د جنسي ځورونو دا پېښې په دفترونو او کار ځایونو کې مخې ته راغلې دي.
د ورکو کسانو د مقدمو څېړنو سرکاري کمېشن روان کال وویل چې تر اوسه یې ۸،۱۲۱ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه ۳،۰۸۸ کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. کمېشن وايي، د زرګونه نورو کسانو د قضیو بشپړولو او هواري هڅې هم کوي.
نوموړي خپل وروستی عمر په لاهور کې تېر کړ، هملته وفات شو او د هغه ښار په جوهر ټاون کې خاورو ته وسپارل شو.
په پاکستان کې د لادرکه کسانو لپاره کارکونکي مبارزین تور پورې کوي چې د دې هېواد د پوځ استخباراتي ادازو دا خلک لادرکه کړي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېداشي دا کسان د بلوڅ بېلتون پاله ډلو سره ملکري شوي وي او د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته اووښتي وي
د پښتو ژبې لیکوالانو شاعرانو داسې پروکرامونه او غونډې ستایلي خو وايي، باید حکومت داسې غوندې جوړې کړي د شاعرانو کتابونه چاپ کړي شاعرانو ته د حوصلې لوړو ساتلو لپاره ایوارډونه ورکړي چې د پښتو ادب او ژبې وده ورکړای شي.
نور وښیئ