د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټر هلال الرحمن: د قبايلي ضلعو ۴۵ اربه روپۍ څه شوې؟


سېنېټر هلال الرحمن د کمېټۍ د غونډې مشري کوي
سېنېټر هلال الرحمن د کمېټۍ د غونډې مشري کوي

د پاکستان په سېنېټ کې د سرحدونو او قبايلو چارو (سېفران) قایمه کمېټۍ مشر، سېنېټر هلال الرحمان ادعا کوي چې د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره په منظور شوي بجټ کې ۴۵ اربه روپۍ ورکې دي.

نوموړي دا مسله د سېنېټ د چېرمېن صادق سنجراني پروړاندې راپورته کړې او غوښتنه یې کړې چې د دې پېسو د معلومولو لپاره دې يوه کمېټې جوړه شي. نوموړي د دیسمبر په ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې کله دوی د سېفران کمېټۍ په غونډه کې د قبایلي ضلعو د بجټ حساب کتاب وکړ نو دا درغلي ورته څرګنده شوه.

د مومندو له سیمې په ازاد حیثیت سېنېټ ته ورغلي، ملک هلال الرحمن مومند دا مسله هلته هم راپورته کړې وه. هغه تور پورې کړی وو چې په خیبر پښتونخوا کې تحريک انصاف حکومت دا پیسې د قبايلو پر ځای په مردان، صوابۍ، چارسده، پيښور او نوښار کې لګولي دي. د نوموړي په ځواب کې د تحريک انصاف حکومت د پارليماني چارو وزیر علي محمد خان وويل چې هلال الرحمن دې دا مسله د وزیراعظم عمران خان سره شريکه کړي.

وفاقي حکومت روان کال د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره په قامي بودیجه کې اته څلوېښت اربه روپۍ بیلې کړې وې او ویلي یې ول چې قامي مالیاتي کمېشن په مد کې به هم قبایلي ضلعو ته تر د لسو کلونو پورې سل اربه روپۍ ورکوي.

قبايلي سيمې په ۲۰۱۸ کال کې د خیبرپښتونخوا سره ورګډې کړل شوې دي. د هلال الرحمن په وينا تر اوسه په دغو سیمو کې هېڅ لويه پرمتيايي پروژه نه ده ترسره شوې او وجه یې د دې سیمو لپاره د ترقیاتي بجټ سم نه کارول دي.

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سرحدونو او قبايلو چارو (سېفران) کمېټۍ سیکريټري اقبال اپرېدی چې د حکمران تحريک انصاف سره يې تعلق دی، د قبايلي سيمو په پیسو کې درغلي نه مني. هغه د دیسمبر په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې که څوک د دې پیسو په بل ځای یا غلط استعمال په اړه څه ثبوت لري نو شريک دې کړي.

XS
SM
MD
LG