د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس اطهر من الله: د ورکو کسانو زمه واري پر وزیر اعظم او د هغه پر کابینه راځي


په کوټه کې د تري تمو بلوڅانو تصویرونه
په کوټه کې د تري تمو بلوڅانو تصویرونه

د اسلام اباد های کورټ مشر قاضي وايي، په ملک کې د ورکو کسانو د موندلو زمه واري د پاکستان د وزیر اعظم او د کابینې د غړو دی.

اطهر من الله دا څرګندونې د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه د خبریال او بلاګر مدثر نارو د ورکېدو قضیې یا مقدمې په اورېدنه کې کولې. مدثر نارو د ۲۰۱۸ز کال د اګست له میاشتې راهېسې په مرموز ډول ورک دی. د نوموړی کورنۍ وايي چې د مړي ژوندي یې هېڅ پته نه لګېږي.

په عدالت کې د قضیې د اورېدنې پر مهال د پاکستان بشري حقونو مرکزي وزیره شیرین مزاري او د کورنیو چارو سیکرېټري یوسف نسیم هم موجود ول.

د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس په دې موقع وویل، د ریاست لخوا د چا تښتونه لوی جرم دی. هغه وویل، پکار ده چې د ورکو یا تري تمو کسانو د معاوضې پیسې د ریاست پرځای له وزیراعظم او یا د هغه له کابینې څخه واخیستل شي.

عدالت حکومت ته د ډیسېمبر تر ۱۳مې وخت ورکړی چې د تري تم شوي خبریال او بلاګر مدثر نارو کورنۍ دې مطمینه کړي.

په دې موقع د پاکستان د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري وویل، د هغوی حکومت د خلکو جبري تري تمولو خلاف دی او په جمهوریت کې د هېچا د تري تمولو اجازه هغوی په هېڅ صورت هېچا ته هم نه ورکوي.

خو قانوندان شهاب الدین خټک وايي، که د جسټس اطهر من الله د څرګندونو مقصد دغه حکومت او وزیران وي، نو یوازې دا خلک حکومت نه دی. په حکومت کې پولیس افسران راځي، په هغه کې د خفیه ادارو کسان او چارواکي راځي، په هغه کې پیاده عسکر راځي او دا ټول د حکومت برخه دي. د نوموړي په وینا په پاکستان کې له بده مرغه د سیاسي حکومت یا سیاسي اړخ د هغې پابند نه دی. د ښاغلي خټک په اند ځینې خبرې په قانون کې یو شان وي او په حقیقت کې بل شان وي. نو جسټس صاحب ته پکار ده چې د حقیقت په رڼا کې خبره وکړي.

یاده دې وي چې د نومبر پر ۱۳مه نېټه د اسلام اباد پولیسو په سپریم کورټ کې یو رپورټ جمع کړی وو چې پکې ویلي یې ول چې په تېر یوه کال کې د خبریالانو د ځورونو، پر هغوی د حملو او د دړکو ۳۲ پېښې رپورټ شوي دي.

په اسلام اباد کې د خبریالانو ټولنې (فیډزل یونین اف جرنلیسټس) یوه مرستیال مشر افتخار مشواڼي مشال راډیو ته وویل دا وخت په پاکستان کې صحافیان له تر سخت کړاو تېرېږي، د مرګ ګواښونه ورته کېږي او د دې مسلې د حل لپاره دوی په سپریم کورټ کې هم درخواست جمع کړی دی.

د نوموړي په خبره: ((سپریم کورټ ته او های کورټ ته مو دا درخواست ورکړی وو چې د خبریالانو مسلې دي په ترجیحي بینادونو حل کړل شي. زموږ دا غوښتنه وه چې خبریالانو ته دړکې ورکول کېږي، هعوی لادرکه کېږي، وژل کېږي او یا تشدد ورباندې کېږي. د دې مخه دې ونیول شي او هغوب ته دې د ازاد کار لپاره ماحول ورکړل شي.))

په پاکستان او پتېره په بلوچستان کې د تري تمو کسانو ستونزه له ډېرې مودې راهیسې دوام لري. د نومبر پر ۲۳مه نېټه د بلوچستان اسمبلۍ ټولو غړیو په یوه خوله په صوبه کې د خلکو جبري ورکولو پېښې وغندلې او پر حکومت یې په ټینګار سره غږ کړی چې ژر تر ژره دې د ټولو ورکو کسانو په ګډون هغه دوه زده کوونکي هم ولټوي چې په دا وروستیو کې د کوټې له پوهنتونه لادرکه کړل شوي دي.

بل پلو د جبري لادرکه شویو کسانو د مقدمو کتلو لپاره جوړ کمیشن وايي دوی ته تر دې دمه د لادرکه شویو کسانو ۸۱۲۲ کیسونه ورغلي دي چې پکې ۵۸۵۳ کیسونه هوار شوي او دا شان په دې کې ۳۰۸۸ کسان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو لپاره کارکونکي مبارزین تور پورې کوي چې د هېواد د پوځ استخباراتي ادارو دا خلک لادرکه کړي دي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي دا کسان د بلوڅ بېلتونپاله ډلو سره ملګري شوي وي او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وي او یا هم افغانستان ته اوښتي وي.

XS
SM
MD
LG