سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
هغه د انګلیسي ادب د معتبرو شاعرانو شیکسپیر او جان کیټس د شاعرۍ ځینې برخې هم پښتو ته اړولې وې. نوموړی د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په ۱۴مه په لکي مروت دادمیدادخېلو کې زوکړی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۲۳مه د ایبټ اباد په یو روغتون کې وفات شو.
د خبریالانو وینا وه چې د پاکستان مېډیا پرمختیا ادارې په نوم چې حکومت کوم بل راوړي نو له دې لارې پر خبریالانو بندیزونه لګول غواړي چې هغوی له ریښتیا ویلو څخه راوګرځوي.
د زېدې پولیس وايي چې کفایت شاه باچا د سېپټمبر پر درېمه هغه وخت په ډزو ووژل شو چې په خپل کلي زېده کې د جمعې تر مانځه وروسته خپل کور ته روان وو.
د وزیراعظم له دفتره د جولای پر ۱۷مه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور د تښتونې نوټس اخیسی دی.
په دې اړه به د اګست په میاشت کې په کابل کې یوه غونډه کېږي چې ورکې به یاد تړون د شپږو میاشتو لپاره وغځول شي.
د پنجاب ښار لاهور په جناح ټاون سیمه کې د تجاوزاتو په نوم لاهور ډيولپمنټ اتهارټي د قبایلي ضلعې باجوړ د خلکو ۱۹۶ (یو سل شپږ نوي) دکانونه ړنک کړي دي.
د بجټ وړاندې کولو پر مهال د خزانې وزیر وویل چې د تیرو حکومتونو نه ورته یو شمېر اقتصادي ستونزې او قرضې پاتې شوې دي خو د دې باوجود یې هم یو "ولس دوسته" بجټ وړاندې کړی.
حکومتي چارواکي د اپوزیشن مظاهرې سياسي چل ګڼي او دريځ لري چې د درغليو په کېسونو کې له سزا بچ کېدو لپاره یې شور جوړ کړی دی.
نوموړی د پښتو نړیوال کانفرنس باني او چېرمېن وو او دا رنګ له شلو کالو زیات د انجمن ترقي پسند مصنیفین صوبایي سېکرېټري هم پاتې شوې او یوشمېر تحقیقي او تنقیدي مقالې يې چاپ شوي دي.
ملا امامانو ته پکار ده چې لمنځونه په سرخلاصیو ځایونو کې وکړي او که یې په جوماتونو کې کوي نو کړکۍ دې یې وازې وساتل شي.
د مسلم لیګ نون ډلې ویاندې مریم اورنګزېب رسنیو ته ویلي، دا پر دې سربېره ده چې د اېف ايي ای دوه غړي د مې پر اوومه هلته ناست وو چې د لاهور های کورټ شهباز شریف ته علاج لپاره د تګ اجازت ورکړ. نوموړې ویلي چې عدالت د هغه پرواز نمبر لا یاد کړی و چې شهباز شریف به پکې قطر او له هغه ځایه لندن ته سفر کولو.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مخې ته د پنجاب په سلګونو خلک د اپرېل له شپږویشتمې ناست دي او غوښتنه کوي چې دوی د افغانستان سفارت ته د ټرانزټ ویزې درخواستونه ورکړي خو د څو ورځو تېرېدو باوجود يې ورته ویزې ورنکړې او نن او سبا ورته کوي.
د مې پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري کانفرنس کې د اطلاعاتو وفاقي فواد چودري وویل چې اکثره د انتخاباتو په نتیجو اپوزیشن ګوندونه د درغلیو تور پورې کوي نو ځکه یې د دغه درغلیو مخنیوي لپاره دا فرنان راوړی چې راتلونکې انتخابات په پاکه او روڼه توګه وشي.
د مې پر دویمه د کورونا وایرس وبا کنټرول لپاره حکومتي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي چې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي
اپوزیشن ګوندونه وايي که عمران خان په انتخاباتي اصلاحاتو کې سنجیده وي نو باید دا معامله پارلېمان ته یوسي چې ټول ګوندونه ورباندې بحث وکړي.
د بهرنیو چارو د دفتر ویاند زاهد حفیظ شېخ د اپرېل پر ۲۹مه په بیان کې ویلي چې هم جاري شوي بیان کې ویلي چې د راجا اعجاز پر ځای بلال اکبر په سعودي عرب کې د پاکستان نوی سفیر ټاکل شوی دی.
نور وښیئ