باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د جلال اباد ښار اوسيدونکي وايي چې په سخته ګرمۍ کې د بريښنا اوږدې پارچاوۍ (لوډشوټنګ) يې ژوند تريخ کړی دی، دوی له حکومت نه غواړي چې د بريښنا ستونزه يې اواره کړي.
سره له دې چې په پښتنو کې خلک له پخوا نه هنر، ولسي شاعري او موسیقي ډېره خوښوي او د هنر او موسیقۍ محفلونو ته ساعتونه، ساعتونه وخت ورکوي او ځني وخت ټوله شپه دا ډول پروګرامونو ته ناست وي، ناڅي، لاسونه پړقوي او اتڼونه کوي، خو بیا هم هنرمن او سندرغاړي ته چندانې د اهمیت په نظر نه ګوري.
د روژې د میاشتې له پيله چې په جلال اباد ښار کې د برېښنا اوږده پارچاوي يا لوډ شېډنګ پيل شوی تر اوسه دوام لري، چې د برېښنا شرکت دغې کړنې د جلال اباد ښاريانو ستونزې زیاتې کړي او له
نوم مې ذاکر دی، او د جوی هفت اډې کيسټ پلورنکی يم. سږکال اختر کې په ټولو کیسټ پلورنځيو کې د بازار داسې خاص خوند نه وو، لکه پروسږکال چې کوم اخترونه ول، هغسې مزه يې نه شته، بلکې هر کار همداسې دی. سږکال ۲۰ یا ۲۵ ریلیزونه (نوي کیسټونه)
د تاريخ په اوږدو کې قومي جوړښتونو او تړونونو افغانستان له ستونزو را ايستلی، خو په دې وروستيو کلونو کې قومي جوړښتونه کمزوري شوي دي. پر دې موضوع مو د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزارت له مرستیال وزیر محمد یعقوب احمدزي سره
يوه ډله کندهاري ځوانان د اختر په چکر او ميله راوتي، له څو ولایتونو راتير شوي او د شنبې په ورځ ننګرهار
د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې یې ۶۵ وسله وال وژلي او شاوخوا شل یې نور ټپي کړي دي.
د باختر ستوري په خپرونه کې د پښتو ادب د منځنۍ دورې د نارکخیال شاعر حميد مومند په شاعرۍ څو تنه استادان درغږولي، په پښتو ادب کې د ولسي ادبي جرګې په اهميت او کردار د ډاکټر محمد زبيرحسرت د مرکې لومړۍ برخه او له يوه ځوان تبله غږونکي سره د زړه خواله راټول شوي دي.
وړوکي اختر ته د پيښور کسټ پلورنکو د ګڼ شمير سندرغاړو د نويو سندرو البمونه را ويستي، خو دوکانداران د کسټ او سي ډي له سوړ بازار نه شکايت کوي.
د باختر ستوري د دې اونۍ په خپرونه کې په پښتو شاعرۍ کې د فلسفې د څرکونو په اړه راپور، په مومند درې ولسوالۍ کې د شمشاد ادبي بهير په فعاليتونو له خيال بادشاه مفتون سره مرکه او په خواږه ترنم يو غزل هم اورېدای شئ.
د باختر ستوري په دې خپرونه کې يو شمير ننګرهار ميشتو فرهنګيانو ته ستاينليکونو په اړه ريپوټ، د ځوان شاعر عمران لمر سره د هغه په شاعرۍ مرکه او د نامتو سندرغاړي خان تحصيل په اړه ريپوټ هم لرو.
د باختر ستوري په خپرونه کې د ساهره شريف په وياړ د جوړې شوې غونډې ريپوټ، له پروفيسر اباسين يوسفزي سره د خیبريونين هال تر چتر لاندې په فعاليتونو خبرې او د ارواښاد احمد زبير ژمن په اړه د وتليو ليکوالو او ژورنالستانو تاثرات راټول شوي دي.
د ننګرهار د استناف محاکمې د تيرې يکشنبې په ورځ د پاکستاني ټلويزيوني چينل اې، ار، وای د کراچۍ څانګې خبریال فیض الله خان د څلورو کلونو په بند محکوم کړ.
په ننګرهار کې د بشري مرستو په نوم ټولنې د روژې په مناسبت په ۱۲۱ تنو یتیمانو زده کوونکو باندې خوراکي توکي وويشل.
په لغمان ولايت کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو په نښته کې ۲۱ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت د يو شمير مدني ټولنو سره په ګډه د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د هغه عمل په سختو ټکو کې غندنه وکړه چې وړمه ورځ ځينې کسانو د لويې جرګې په تالار کې د ولسمشر حامد کرزي د تصوير توهين کړی و.
د ازادۍ راډيو د ځوانيمرګ خبريال احمد زبير ژمن په مړينه ګڼ شمير ننګرهار ميشتې خبريالان غجمن شوي، او د نوموړي مړينه يې د ژورناليزم په ډګر کې نه جبرانيدونکي ضایع ګڼلې ده.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د اسلاميک ريليف کميټې په مرسته په سرخرود ولسوالۍ کې د خښتو په بټيو کې په ۲۷۰ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
د باختر ستوري په خپرونه کې د دوه سفرنامو د کتابونو د مخکتنې د غونډې ريپوټ، له يوه ځوان شاعر او ليکوال سره د هغه په هڅو مرکه او په ګډو اوازونو ترنم ځای شوي دي.
د باختر ستوري په خپرونه کې د باړه ادبي ليکونکي تنقيدي غونډې ريپوټ، له ګلبالي سره لنډه شان مرکه او د يوه ځوان سندرغاړي سره د زړه خواله راټول شوي دي.
نور وښیئ