جلال اباد: د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې یې ۶۵ وسله وال وژلي او شاوخوا شل یې نور ټپي کړي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ مربوطاتو کې پر څو امنیتي پوستو بريدونه کړي چې په ځوابي بريدونو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
عبدالزي وویل ، ً تيره شپه يو ځل بیا د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو پر څو پوستو بريدونه وکړل، نښتې رامنځته شوې، د سيمې د ولسوال د راپور له مخې چې تازه يې د ولایت مقام ته سپارلی، په بیګانيو نښتو کې د شاوخوا پينځه شپېته وسله وال وژل شوي او تر شلو زیات نور زخميان ديً.
نوموړي زیاته کړه چې په دې نښتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
عبدالزي وویل چې بیګا شپه چې کله حملې شوي دي، نو د مځکنیو قوتونو په څنګ کې د هوا له لارې هم مخالفين په نښه شوي او وژل شوي دي. دی وايي چې په وسله والو کې بهرني طالبان هم شته دی.
د ننګرهار دولتي چارواکي وايي چې د اختر په دويمه ورځ چې په سلګونو وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بریدونه کړي وو، په هغه کې هم تر شپيتو زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د دوی په وینا ، په هغو نښتو کې شپږ پولیس هم وژل شوي او اته تنه په کې ټپيان شوي وو.
بل پلو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډيو ته په يو ټيلفوني پيغام کې دوی ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي خو ادعا یې کړېده چې د تيرې شپې په نښته کې پينځه تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي او امنیتي پوسته يې نیولې ده.