د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پاکستانی خبریال په څلورو کلونو بند محکوم شو


د ننګرهار د استناف محاکمې د تيرې يکشنبې په ورځ د پاکستاني ټلويزيوني چينل اې، ار، وای د کراچۍ څانګې خبریال فیض الله خان د څلورو کلونو په بند محکوم کړ.

د پاکستاني ټلويزيوني چينل اې، ار، وای، د کراچې څانګې خبریال فیض الله خان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار لالپورې ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو سره يو ځای د ملي امنيت ادارې له خوا نيول شوی وو.

د ننګرهار د استناف محاکمې د يکشنبې پر ورځ خبریال فیض الله خان د څلورو کلونو په بند محکوم کړ.

نوموړی خبريال کابو دوه مياشتې وړاندې د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ لالپورې کې د ملي امنيت ادارې له خوا د دوه تنو پاکستاني طالبانو سره يو ځای نيول شوی و.

د ننګرهار په استناف محاکمه کې د کورني او بهرني امنيت پر ضد د جرمونو د ابتدايه محاکمې ريیس وفي الله عثماني د اې ار وای ټلويزيون د خبریال فیض الله خان د جرم په اړه د سې شنبې پر ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

((دا بر علاوه د دې نه چې د دولت د ساحو نه بيرون ساحو ته تللی دی او هلته يې د دولت د مخالفينو سره مصاحبې کړي، باالفعل د دوه تنو پاکستاني طالبانو سره يو ځای نيول شوی دی. په ده باندې د څارنوالۍ له خوا نه جاسوسي اتهام و. او جاسوسي مجازات چې له شپاړسو نه تر شل کلونو پورې مجازات ورته پيشبيني شوي دي، په هغه باندې موږ ته کافي دلایل په لاس رانه غلل، په دې مورد کې د ده په برات حکم شوی دی، فقط د دولت د مخالفينو سره د ده د روابطو په اساس د مصاحبو په انجامولو سره دی په څلورو کلونو حبس محکوم شوی دی.))

وفي الله عثماني وايي چې د فیض الله خان له موبايل څخه داسې تصويري شواهد په لاس ورغلي چې د دولت مخالفينو وسله والو سره لاس لري.

((د فیض الله خان د موبایل نه داسې تصاوير موږ ته په لاس راغلی دي چې دی په مسلحانه ډول ليدل کيږي، ټوپک يې په غاړه کې دی او په بعضې ځایونو کې د مهماتو د سلاحګانو کوټ د ده مخې ته پروت دی، نو د دې نه موږ ته داسې استنباط کيږي چې دی له مخالفينو سره لاس لري.))

دا چې د افغانستان د مطبوعاتو په قانون کې بايد يو بهرني ژورنالست کوم مراحل طی کړي چې د هيواد دننه د کار جواز پيدا کړي، دا پوښتنه د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ رياست کې د اطلاعاتو امر شیر شاه همدرد دا رنګه ځوابوي.

((که يو بهرني ژورنالست کوم هيواد ورځي، هغوی باید د اطلاعات او فرهنګ وزارت نه يوه اجازه نامه هم ولري. ځکه د هغوی فعاليت بايد تظمين شي او د هغه اجازه نامې په اساس بايد اړوندو ادارو ته وروپيژندل شي، ده ته د مالوماتو په راټولو کې څه ستونزه نه بیا نه وي.))

هڅه مو وکړه چې د ننګرهار په زندان کې د پاکستاني خبريال فیض الله خان نظر هم ولرو، خو د زندان امر عبدالولي حصارک په وینا سياسي بنديانو سره هغه وخت د مرکې امکان وي چې يو خبريال د کورنيو چارو وزارت امر ولري.

د استناف محاکمې چارواکي وايي چې د اې، ار، وای پاکستاني ټلويزيوني چينل خبریال فیض الله خان د ۱۳۹۳ کال د ثور په پينځمه نيټه چې د ۲۰۱۴ کال د اپريل پينځه ويشتمې نيټې سره برابره وه، د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د دوه تنو پاکستاني طالبانو سره يو ځای نيول شوی و چې د تير اتوار په ورځ ورته د ننګرهار د استناف محکمې د څلورو کلونو د بند سزا واورله.

XS
SM
MD
LG