باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د ننګرهار د سولې ولايتي کميټې له اړخه د اچين سرحدي ولسوالۍ اړوند کليو کې يو څلويښت ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته پرانستل شوې.
د باختر ستوري خپرونه کې د نوي کور، نوي ژوند د ډرامې د شلمې کليزې په وياړ د غونډې ريپوټ، له يوه ځوان شوقي سندرغاړي سره د زړه خواله او د يوه شعري ټولګې د مخکتنې ريپوټ ځی شوی دی.
د ننګرهار د غني خيلو ولسوالۍ اړوند د مارکو ښارګوتي خلک وايي چې د افغان ځانګړو ځواکونو په ډزو اتلس تنه ملګي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيتي ادارو مسوولينو د پنجشنبې ( زيارت) په ورځ له غرمې وروسته په يوه ګډ خبري کنفرانس کې ډاډ څرګند کړ چې د ټاکنو د دويم پړاو امنيتي تدابير يې د لومړي پړاو پر تله ښه تنظیم کړي، ولسونه کولای شي چې په ډاډه زړه د خپلې خوښې نوماند ته رايې ورکړي.
د باختر ستوري په دې خپرونه کې د کرښې اوونيزي د کلني جشن په اړه ريپوټ، د ځوانې شاعرې فیروزې مجيدي د کتاب مخکتنه، او له يوه ځوان سندرغاړي سره د زړه خواله راټول شوي دي.
په ننګرهار کې د بهسودو دويم نوي پول د جوړیدو چاري د بنسټ دبره د چارشنبې په ورځ کيښودل شوه.
په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې د ولسواليو په کچه يې سيمه ييزو ناظمانو ته د ټاکنو په اړه پوهاوی ورکړی، په کار يې ګمارلي، او ولسواليو ته يې د رايې ورکولو د پاڼې او موادو ليږدول پيل کړی دي.
د باختر ستوري په دې خپرونه کې د ليکوال او شاعر عبدالغني هاشمي په وياړ د غونډې ريپوټ، د استاد احمد علي عاجز د مرکې وروستئ برخه، د زرلښتې حسیني، د کتاب د مخکتنې ريپوټ او په ترنم يو غزل څی شوي دي.
د ننګرهار افغاني سرې مياشتې ټولنې په هڅو په جلال اباد ښار کې شپږ سوه اړو او مستحقو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د افغانستان ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د دويم پړاو د ټاکنیز کمپاين يو شمير استازو په جلال اباد ښار کې د يوې ستيج ډرامې په ښودولو سره له خلکو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سوکالي او ابادۍ په خاطر دې خپلې رايې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکړي.
د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په زرګونو تنو د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو په ټاکنو کې د داکټر اشرف غني احمدزي نه د يوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړ اعلان کړو.
د ننګرهار والي د يوې ګډې امنيتي غونډې په ترڅ کې له امنيتي مسوولينو او د ټاکنو خپلواک کميسيون استازو ته سپارښتنې وکړې چې د دويم پړاو په ټاکنو کې د تېرو اشتباهاتو په پام کې نيولو سره په ټاکنو کې بې طرفي وښيي او د خلکو امنيت دې خوندي کړي.
په ننګرهار کې په سلکونو تنو ځوانانو د يوې مظاهرې په ترڅ د جلال اباد ښار پښتونستان واټ د چارشنبې په ورځ راوتلي وو او په کونړ ولايت يې د پاکستان له اړخه راکټي بريدونه او بمباري په سختو ټکو کې وغندله.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوګيانو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو او پوليسو په ګډه دوه ورځيني عملیات تر سره کړي چې ۱۷ تنه وسله وال طالبان يې وژلي او یو شمير وسلې او نور جنګي مهمات د پولیسو لاسونو ته ورغلی دي.
په ننګرهار کې د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشرانو د سیشنبې یا نهې په ورځ د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړ.
په ننګرهار کې د ماشوم نړيواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې لا هم په دغه ولايت کې په زرګونو ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، تعليم ته لاس رسی نه لري او له خپلو بنيادي حقونو څخه محروم دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ په جلال اباد ښار کې د مۍ په دیرشمه نيټه يوه مشاعره جوړه شوې وه چې په لسګونو شاعرانو په کې د شعر په ژبه اشرف غني ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړې.
د افغانستان د نورستان ولايت چارواکي وايي چې په تيرو دولسو کلونو کې په ياد ولايت کې د پرمختګ هيڅ ډول کارونه نه دي تر سره شوي، روغتون لري، تعليم ته په کې پام نه دی اړول شوی، او په ټول ولايت کې يو میتر پوخ شوی سړک نه شته.
د تېرې څه مودې راهيسې چې په جلال اباد کې د عدم تشدد فلسفې لاروي او خدايي خدمتګار باچا خان په مزار د کمپليکس د جوړيدو کار پيل شوی، لا هم دوام لري. اکثر وخت په کې ننګرهار ميشتې فرهنګيان د اشر په بڼه هم برخه اخلي.
د دوشنبې يا ګل په ورځ د خوراک نړيوال سازمان په مرسته شپيته تنو ښځينه او نارينه معيوبينو او کونډو ښځو ته خوراکي توکي ورکړل.
نور وښیئ