سره له دې چې په پښتنو کې خلک له پخوا نه هنر، ولسي شاعري او موسیقي ډېره خوښوي او د هنر او موسیقۍ محفلونو ته ساعتونه، ساعتونه وخت ورکوي او ځني وخت ټوله شپه دا ډول پروګرامونو ته ناست وي، ناڅي، لاسونه پړقوي او اتڼونه کوي، خو بیا هم هنرمن او سندرغاړي ته چندانې د اهمیت په نظر نه ګوري.
په پښتني ټولنه کې د سندرغاړي او هنرمن د ژوند سطحه اوس هم ډېره ښکته پاتې شوې ده او د پخوانیو پیړیو او لسیزو په شان هنرمن د خلکو د نظر او خیال نه لویدلی قشر دی.
د خوست هنرمندان ګیلې لري، چې نه ورته حکومت ته توجه کوي او نه په پښتني ټولنه کې د نورو خلکو په شان ارزښت او موقف لري، دوی ته اوس هم د ټولنې د نورو خلکو په پرتله په ټیټ نظر کتل کیږي.
هنرمندان وايي، که چیرې دولت د دوی د ژوندانه ښه توب لوري ته پاملرنه وکړي، او هنر ته په اهمیت قایل شي، د شک پرته دا ډول احساس د ټولنې نورو قشرونو ته هم انتقالیږي او د هنرمن ارزښت درکوي:
((زه شاعر سلیم ګل طلبګار یم د خوست اوسیدونکی، زما په کتو تر اوسه دولت موږ سره هيڅ کمک نه دی کړی، په نورو دولتونو کې هنرمندان د دولت د لوري رسمي وي، معاش لري، اداره لري،مشر او کشر لري، په احترام محفل ته ځي، خلک هنرمن نه ورته وايي، خو د خوست په دې علاقه کې قدر نه لري، څوک د ډم نه ورته وايي، څوک د ډوله کی نه ورته وايي، څوک د شاعر نه ورته وايي.))
خوست کې سره له دې چې اوس هم ډېر شمېر ځوان سندرغاړي هنري فعالیتونه لري، خو په دې سیمه کې د ډېر پخوا نه موسیقي او ولسي شاعري ښه میدان لاره، مربیک، صادق مقبل، حکیم نور اکاخېل، مدن، خیرمحمدخندان، صالح، تاج علي، استاد ګلزمان، جمیل، جون، نیازولي او نور د دې سیمې د مشهورو سندرغاړو او ولسي شاعرانو له ډلې نه دي.
د بختي جان په نوم یو تن سیمه ییز سندرغاړی وايي:
((نور خو شرایط ښه مزیدار دي، خو د خوست په ځنو سیمو کې هنرمندانو سره بد وضعیت وشي، بل ډول نوم ورته اخلي او چندانې قدر او عزت يې نشته.))
د خوست یو تن مشهرو ولسي شاعر حاجي سیداحمدخان چې د ژوندانه اوږده کالونه يې په شاعرۍ او موسیقۍ کې تېر کړي وايي، چې هنرمندان په رواني لحاظ د فشارونو سره مخامخ دي، سره له دې چې هنرمندان د ټولنې سترګې دي، خو دې سترګو خاوري ورپاشل کیږي او حکومت هنر او موسیقي ته د نورو کلتوري فعالیتونو په شان اهمیت نه ورکوي:
((کوم هېوادونه چې ما لیدلي، په هغه کې د هنرمند ژوند د نورو خلکو سره برابر دی، مګر په افغانستان کې د هنرمند ژوند ساتلی او خوندي نه دی، هنرمن هر وخت د فشار او تهدید سره مخامخ دی، که دی ډېر تکړه هنرمن هم وي، خلک ورته وايي ته لیرې شه، ته ډم يې ته هغه يې ته دغه يې، هنرمن په دې ټولنه کې ډېره خفه دی.))
د شاعر او لیکوال رفیع الله زیار له انده په ټولنه کې هغه مهال هنر او موسیقي ډېر اغیز پریباسي، چې د هنریت او ادب لحاظ په کې وساتل شي، د ده په خبره که هنرمن څه نا څه زده کړې وکړي او معیاري شعر انتخاب کړي، نو په خلکو او ټولنه کې به يې د قدر او درنښت کچه لوړه شي.
یاده دې وي، پخوا وختونو کې د خوست ډیری هنرمندان او سندرغاړي په امنیتي ادارو او یو شمېر ملکي ادارو کې تنظیم ول، خو اوسمهال په شخصي کاروبار بوخت دي او یو شمېر يې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.