باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش وسله والو پر ضد په پيل شويو عملياتو کې په تېر یو شواروز کې د څو تنو مهمو قوماندانانو په ګډون ۷۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار د افغانستان د هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې اکثره کلیو کې یې د دولت ضد وسله وال شتون لری چې له امله يې خلک خپلې دودیزې مېلې څنګه چې ښايي هغه شان سره په ډاډه زړه نه شي نمانځلی.
په جلال اباد کې د ننګرهار چمپين ټورنمنټ په نوم د لسو ټېمونو تر منځ د کريکټ سيالۍ يوه اوونۍ وړاندېپيل شوې وې، چې د سیشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
د ننګرهارچارواکي دعوه کوي چې په خوګياڼو او اچین ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د خپل منځي او امنیتي منسوبینو سره د نښتو په ترڅ کې۲۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي .
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبينو ۴۵ ميله کلاشینکوفونه او تفنګچې د ډاياګ یا بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارلې.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست له لورې په جلال اباد ښار کې د یوې غونډې په ترڅ د دایانو په کار او حقونو خبرې وشوې. په دې غونډه کې له ننګرهار سربيره د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د روغتيا يو شمېر چارواکو او قابله ګانو هم برخه واخېسته.
د تېرې سیشنبې په ورځ چې په تورخم پوله د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو تر منځ د تاسساتو جوړولو په سر کوم کړکيچ رامنځته شوی و، له امله يې د خلکو پر مخ د تګ راتګ لاره تړل شوې ده.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي خبريالانو ته وويل چې په دغه پېښه کې يو تن ځايي پوليس سرتېری وژل شوی او اوه نورو ولسي وګړي ژوبل دي
د ننګرهار د سرحدي پوليسو چارواکي وايي چې د تورخم په ښارګوټي کې په يوه ټرک کې بار لس زره کیلو ګرامه امونيم نایټريټ له دوه تنو پاکستاني وګړوسره نيولې ده.
د جلال اباد ښار د پاکوالي لپاره شل ورځينی کمپایند سیشنبې په ورځ پيل شو. په دغه کمپاين کې د ښاروالي پر منسوبينو سربېره د ښاروالۍد مشورتي شورا غړو، د ګذر وکيلانو، محصلينو، او د پوهنتون استادانو هم برخه اخيستې ده.
د امريکا د خلکو د پراختیا ادارې USAID په مالي مرسته د ننګرهار د کرنې رياست اړوند د پینځو ولسواليو د ترويج د مديریتونو لپاره د دوی د کاري ظرفیتونو د لوړولو په خاطر لپ ټاپونه، کمپيوټرونه او د انټرنيټ اسانتیاوې ورکړل شوې.
د ننګرهار ولایتي ادارې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ساینې او ولسي ملاتړ په موخه يوه غونډه رابللې وه چې پر ولایتي ادارې سربيره په کې د ولایتي شورا ګڼ شمېر غړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.
په ننګرهار کې هم د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر د مطبوعاتې نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې ویناووالو په کې هغو ځوانانو ژورنالستانو ته سپارښتنې وکړې چې عملاً په رسنيو کې کار کوي..
چې سړي تښتوونکو ته پیسې ورنه رسېدې نو لومړی يې د هغه ماشوم ګوته پرې کړه او بيا يې وروسته وواژه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ننګرهار کې د يو ورځني سيمينار په ترڅ کې د سيمه ييزې حکومتوالۍ د پينځه کلنې پاليسۍ په مسودې نظریات راټول کړل، چې رغنده نظریات به د مسودې برخه جوړوي چارواکي وايي چې د دغې پينځه کلنۍ پاليسۍ له مخې به دولت وکولای شي چې ولس ته د ښه خدمت جوګه شي.
په روان کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ اته کېسونه رجسټر شوي چې پکې څلور په خېبر پښتونخوا، یو په بلوچستان او درې په سند صوبه کې مخې ته راغلي
د ننګرهار والي د يو شمېر مسوولینو سره په ګډه د جلال اباد ښار پلي دوره وکړه او مسوولينو ته يې جدي سپارښتنه وکړه چې په ښار کې دننه غير قانوني اډې له منځه يوسي او پلي لارې د دوکاندارانو له قبضو څخه خلاصې کړي.
د ننګرهار دیني عالمانو او د جوماتونو ملا امانو د يوې غونډې په تر سره کولو سره پريکړه وکړه چې د د ممبرونو له لارې به ولس د دولت ملاتړ ته رابولي. په دغه غونډه کې په جلال اباد ښار سربېره د ولسواليو د جوماتونو ملا امامانو هم برخه لرله.
د ننګرهار د امنیه قوماندانې په چوکاټ کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مديريت ۲۱ ټنه بېلابېل نشه يي توکي وسوزول.
په جلال اباد کې اهل هنودو د ویساک ۳۱۸ مه کليزه د يو لړ مراسمو په تر سره کولو سره ونمانځله.چې پر سيکانو سربيره په کې د ننګرهار لوړ پوړو چارواکو او د جلال اباد ښار ګڼ شمير اوسيدونکي ګډون کړی و.
نور وښیئ