د ویساک د ۳۱۸ مې کليزېد جشن په اړه د جلال اباد ښار د مرکزي درمسال ویاند ډاکټر حرميت سینګ مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:
(( د ويساک لومړۍ ورځ موږ د سرخرود ولسوالۍ اړوند د سلطانپور په باغ کې ونمانځله، هلته خپل مذهبي کتاب ګرو ګرنت صیب وړو، د هغې تلاوت کیږي او زموږ سيکان ورونه هلته په هغو چينو کې لامبي، او د ویساک د ۳۱۸ مې کلیزې په ویاړ ختم تر سره کيږي. دوهمه ورځ چې نن ورځ ده، موږ دولتي چارواکي او د ښار اوسيدونکي د ميلمنو په توګه راوغواړو، او دريمه ورځ چې زموږ د ویساک اصلي ورځ ده، له سهار نه نيولې، تر ماښامه پورې د مرکزي درمسال دننه نمانځل کيږي.))
حرميت سينګ په خپلو خبرو کې د ننګرهار له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوی د ماشومانو لپاره دې ځانګړی ښوونځي پرانستل شي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د ویساک د جشن د مبارکې تر څنګ ژمنه وکړه چې د سيکانو لپاره به د ځانګړي ښوونځي د جوړيدو تر څنګ د دوی د مذهبي ځایونو بیا رغونه هم په ښه شان سره وکړي.
(( ځانګړی مکتب چې د دوی حق دی، هغې ته زمینه مساعده شوې او ډېر ژر به جوړ شي. د پخواني درمسال د سرک موضوع ده، سږکال به ورته دا سرک هم پخيږي. په سرخردو کې د سلطان پور چينې چې د سيکانو مذهبي ځای دی او موږ ټول ورته احترام لرو، ستاسو د غوښتنې په اساس به رغول کيږي.))
د ننګرهار د حج اوقافو او ارشاد رياست مشر مولوي عبدالظاهر حقاني په خپلو خبرو کې وویل، د سيکانو پر وړاندې له پخوا نه هم تبیض موجود نه و او په راتلونکي کې به دوی ته په دې برخه د شکايت موقع ورنه کړل شي.
(( د دې خاورې دښمن زموږ شريک دښمن دی او په شريکه به يې ساتنه کوو، لکه څرنګه چې مو د يو بل مذهبي اموراتو ته احترام ساتلی، موږ ډاډ او اطمنان درکوو چې په اینده کې به هم دغسې متقابل احترام موجود وي.))
د ویساک په دې جشن کې سيک ځوانانو له ډول او سرني سره نڅاوې او ډانچي ووهلې.
د سيکانو د مرکزي درمسال ویاند حرميت سينګ وايي چې د کورنيو جنګونو څخه مخکې په ننګرهار کې تر لس زرو پورې سيکانو ژوند کولو، خو اوس يې شميره څلور سوه تنو ته راټيټه شوې ده.