د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له اړخه دغه سيمينار چې د سیشنبې په ورځ د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، د ننګرهار په ادارې مسوولينو او ولسوالانو سربيره په کې د ولسوالۍ په کچه د انکشافي شورا مشرانو، د ولایتي شورا يو شمېر غړو او د يو شمېر مدني ټولنو استازو په برخه اخیستې وه چې د ګروپي کارونو په اجرا کولو سره يې د سيمه ييزې حکومتوالۍ په مسوده خپل نظریات شريک کړل.
د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې يو تن مسوول عبدالقدير ناصري چې د سيمينار ګډونوالو ته يې د ګروپي کارونو د اجراکولو په خاطر پرزنټيشن وړاندې کړ، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( د پاليسۍ مسوده مو په مرکز کې تیاره کړې وه، هغه لازمې څه لازمې مشورې چې په دې مسوده کې ضروري وې، هغه مو په مرکز کې کړي دي. اړتیا د دې وه چې موږ ولایتي نظریات او مشورې راټولې کړو، ځکه چې د پاليسۍ تطبیق کوونکي همدا محلي چارواکي او محلي ادارې دي. موږ باید د محلي ادارو نظرونه په دې پاليسۍ کې راواخلو او هغه مناسبو نظریاتو ته به په مسوده کې ځای ورکړو.))
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، که په مسوده کې د سيمه ييزو چارواکو رغنده نظريات ځای کړی شي، نو سيمه ييز چارواکي به وکولای شي چې ولس ته ښه خدمت وکړي.
(( د يوه والي صلاحيت او د هغه مسووليت د دویمو واحدونو صلاحيتونه او د هغوی کاري تماسونه له والي سره او په خپلو منځو کې، همدا رنګه د ولایت او مرکز تر منځ اړيکې، دا ټول هغه مسایل دي چې زه مطمین یم چې دا مسایل به داسې راواخيستل شي چې بیا په اینده کې محلي حکومتداري لکه څنګه چې يې نوم دی، د محل د خلکو لپاره درست خدمات وړاندې کړی شي.))
د ولايت د مقام مشاور اکبر شیر مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، اوس د دې ضرورت دی چې خپلو امکاناتو ته په کتو سره د سيمه ييزې حکومتوالۍ لپاره پاليسي جوړه شي.
(( تېره پاليسي د حجم په لحاظ څو سوه صفحې وه چې دا مشکله وه چې درک شي. هغه مالي امکانات چې موږ په تېرو کلونو کې لرل، مالي ژمنې چې موږ سره نړیوالو کړې وې، هغه اوس په کمېدو دي، نو لازمه ده چې موږ د خپلو موجوده امکاناتو په تناسب باندې يوه لنډه پاليسي ولرو.))
د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولين وايي چې په ۲۰۱۱ میلادي کال سيمه ييزو ارګانونو د سيمه ييزې حکومتوالۍ لپاره پينځه کلنه پاليسي تیاره کړې وه چې اوسنۍ مسوده کې هغه نیمګړتیا وې پورې کړی شوي چې په تېر کې ورته پام نه و اړول شوی.
د دوی په خبره د نوي پينځه کلنې پاليسۍ مسوده به د افغانستان په نوور ولایتونو کې هم د سيمه ييزو ادارو د مسوولينو، مدني ټولنو ځوانانو او ميرمنو نظریات د ورته سيمينارونو په جوړولو سره راټولې او له مخې به يې داسې پاليسي جوړوي چې سيمه ييز چارواکي ولس ته په ښه شان سره خدمت وکړي.