د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دیني عالمان به ولس ته د سولې پېغام ورکوي


د ننګرهار دیني عالمانو او د جوماتونو ملا امانو د يوې غونډې په تر سره کولو سره پريکړه وکړه چې د د ممبرونو له لارې به ولس د دولت ملاتړ ته رابولي. په دغه غونډه کې په جلال اباد ښار سربېره د ولسواليو د جوماتونو ملا امامانو هم برخه لرله.

د دیني عالمانو دغه غونډه چې د ننګرهار د حج، اوقافو او ارشاد رياست د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار شاهي ماڼۍ ته رابللې وه چې د جلال اباد ښار په ګډون د ولسواليو په کچه ملا امامانو په کې برخه لرله او ټولو په ګډه پريکړه وکړه چې ولس به د ممبرونو له لارې د دولت ملاتړ ته رابولي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې اړه وویل، هر هغه څوک چې د دولت مخالفینو یا جنایتکارو سره مرسته کوي، هغوی په دغه جرمونو کې شريک دي او دیني عالمانو ژمنه وکړه چې په دغه برخه کې به د ولس ذهنونه روښانوي.

(( د علمای کرامو د يوه قوي کمک به بغير موږ نه شوو کولای چې د سولې لپاره ګامونه واخلو. ټولو وعده وکړه چې په اينده کې به د انتحار، د اختطاف او دغسې د ظلم او نورو بدبختيو چې موږ ورسره مخ يو، د دې خلاف به علمای کرام غږ جګوي، تر څو موږ وکولای شوو، خپل ولس ته درست پېغام ورکړو، چې که چېرته څوک په دې بدبختيو کې شريک وي، څوک ورسره کمک کوي، څوک ورته زمينه مساعدوي، هغوی په دې ظلم کې شريک دي.))

د ننګرهار د حج، اوقافو او ارشاد رياست مشر مولوي عبدالظار حقاني په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د دولت د مخالفینو د جهاد فتوي غير اسلامي وګڼلې.

(( موږ په خپلو ولسونو باندې غږ کوو چې د هغوی په بیانونو او تقریرونو باندې چې وايي په افغانستان کې جهاد فرض دی، ونه غولېږي. دا ټولې سياسي فتوي دي، دا افغانستان خرابول غواړي، دا فتوه د اسلام خلاف ده، زموږ اردو مسلمانه ده او زموږ پوليس مسلمانان دي.))

مولوي محمد توکل افغاني په خپلو خبرو کې وویل، دیني عالمان مکلف دي چې ولس د دښمن د ناوړه تبلیغاتو په وړاندې وپوهوي.

(( دغه بدبختۍ چې په افغانستان کې رواني دي او په مختلفو نومونو تبادله کيږي، لکه د طالب، داعش او مخالف په نومونو. د دغه بدبختيو د ازالې او د امت مسلمه د یو والي لپاره باید علما خپل مسووليت ادا کړي او خپل اواز د ممبر له لاري د افغانستان ټولو وګړو ته خصوصاً د مشرقي ولايتونو کې ولسونو ته ورسوي.))

د ننګرهار دیني عالمانو پر داسې مهال د دولت نه د ملاتړ په موخه ولس ته د سولې او امن د پيغام رسولو دغه غونډه جوړه کړې وه، چې وسله والو طالبانو د عمري په نامه د پراخه عملياتود پيل کيدو اعلان کړی، خو د ننګرهار چارواکي وايي چې دوی د هر ډول تهديدونو په وړاندې چمتو والی لري.

XS
SM
MD
LG