د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو او ننګرهار کې ګوزڼ ضد کمپاین


د ګل/دوشنبې له ورځې په قبایلي سیمو کې د ګوزڼ ضد څلور ورځنی کمپاین شورو شوی چې پکې به یو ملین ماشومانو ته ددې رنځ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

د ګوزڼ مخنیوي اداره وايي، په کمپاین کې به د دې سیمې تر ټولو زیاتو ځپل شویو سیمو یعنې خېبر اېجنسۍ، شمالي او جنوبي وزیرستان ته خاصه پاملرنه کېږي.

د پاکستان سرکاري راډیو وايي د دې کمپاین لپاره ټینګ امنیتي ګامونه پورته کړل شوي او د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ویلي چې په دې کې ښه کارکردګي لرونکيو کارکوونکو ته به انعامونه ورکوي.

په روان کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ اته کېسونه رجسټر شوي چې پکې څلور په خېبر پښتونخوا، یو په بلوچستان او درې په سند صوبه کې مخې ته راغلي خو په قبایلي سیمو کې سږکال تر دې دمه د ګوزڼ نوی کېس نه دی رجسټر شوی.

هلته د افغانستان په ننګرهار ولایت کې هم نن د ګل ورځ د ګوزڼ پرضد څلور ورځنی کمپاین شورو شوی چې پکې به له پنځه کلونو کم عمر شپږ لکه ماشومانو د د دغه رنځ خلاف څاڅکي ورکول کېږي.

د ګوزڼ په ضد د واکسینونو دغه کمپاین د دوشنبې يا ګل په ورځ د ننګرهار د پوهنې رياست په انګړ کې د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو واکسینونوپه ورکولو سره پرانیست. نوموړي وويل چې د ګوزڼپه ضد د ويکسینو په دغه کمپاین کې به هم په يو شمېر ولسواليو کې تر دیارلس زره پورې ماشومان د ويکسینو له څاڅکو محروم شي.

"په ننګرهار کې زموږ شپږ سوه ديرش زره ماشومان زموږ ټارګيټ دي. څو میاشتې مخکې په ننګرهار کې ۶۴۰۰۰ ماشومان له ویکسينو څخه پاتې کيدل، خو د رسنيو او ديني عالمانو په همکارۍ دا شمېره ۱۳۰۰۰ ته راټيټه شوې ده چې د کوټ، هسکې مينې، پچير و اګام او اچين ولسواليو کې د بد امنۍ له امله دا ماشومان له واکسینونوپاتې کيږي. دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او د دغه څلورو ورځو په ترڅ کې به موږ کوشش وکړو چې يو ماشوم هم له واکسینونوپاتې نه شي، خو بیا هم د والدینو دا مکلفيت دی چې ځانونه مطمين کړي، چې په دغه دوره کې د دوی ماشومانو ته دوه څاڅکې ويکسين رسيدلي که نه؟ ځکه چې هر ماشوم په دغه نا علاجه مرض اخته کيږي، لومړي سردرد يې مور او پلار ته دی.''

د ننګرهار د پوهنې رياست اداري مرستيال سيد عسی سادات ډاډ ورکړ چې په ټولو ولسواليو کې به د پوهنې رياست اړوند کارکوونکي او زده کوونکي د ګوزڼپه ضد د واکسینونوپه کمپاین کې له رضاکارو ټيمونو سره مرسته کوي.

"زموږ د پوهني رياست د روغتيايي چارو مديریت په دې برخه ولسواليو ته سفرونه کړي، ورکشاپونه يې جوړ کړي، د یونسيف له موسسې نه مننه کوو چې د ورکشاپونو په برخه کې يې له موږ سره تخنيکي مرستې کړي او زه ډاډ ورکوم چې د پوهنې رياست په دغه برخه کې پوره همکار دی."

د ننګرهار د حج، اوقافو او ارشاد رياست د نشراتو امر عتیق الرحمن فضلي په ټولو ملا امامانو غږ وکړ چې د ګوزڼ په ضد د واکسينونو په کمپاین کې مرسته وکړي.

"زه په ننګرهار کې خپلو ټولو علمای کرامو ته او په ولسواليو کې د اوقافو رياست منسوبينو ته او په ولسواليو کې ملا امامانو او خطیبانو ته درخواست کوم چې د دغو ماشومانو سره مرسته وکړي او هغه څوک چې د د واکسينونو بکسه يې تر شا وي، دا دښمن نه دی، دا دوست دی او د دې ماشومانو خېرخواه دی. له دوی سره باید مرسته وشي. او په ټولو مخالفینو وروڼو ته هم خواست کوم پريږدئ چې ستاسو بچيانو ته هم د واکسینونو څاڅکي ورکړل شي چې له ګوزڼه بچ پاتې شي."

د روغتيا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۶ ميلادي کال له پيله تر دې دمه په ټول افغانستان کې د ګوزڼدرې پېښې ثبت شوي چې دوه يې د کونړ شيګل ولسوالۍ په شلټن سیمه کې او يوه هغه يې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ کې رامنځته شوې. د روغتيا د چارواکو په وینا په شیګل ولسوالۍ کې وروستي پېښه د داسې يوه ماشوم ده چې پلار يې د ګوزڼد واکسینونومخالفت کولو.

XS
SM
MD
LG