د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مستونګ کې چاودنې د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژلي دي


پولیس وايي چاودنه له سېول هسپتال سره نېږدې شوې ده.
پولیس وايي چاودنه له سېول هسپتال سره نېږدې شوې ده.

د بلوچستان په مستونګ کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۲۰ ژوبل شوی دي.

پولیس وايي چې چاودنه د نومبر د لومړۍ نېټې پر سهار هغه مهال شوې چې د پولیسو ګاډی د ګوزڼ واکسیني کیمپېن د امنیت لپاره د سېول روغتون پر لوري روان وو.

د پولیسو یو چارواکي میاداد عمراني مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د نجونو له ښوونځي سره نېږدې شوې چې پکې پينځه ماشومان، يو پوليس سرتېری او يو لاروی وژل شوي او ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

دی وايي، په ژوبلو کې څلور پوليس سرتېري او نور زياتره د ښوونځي ماشومان دي.

عمرانی زیاتوي چې داسې ښکاري چې دا رېموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې باروي مواد په يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي ول.

پوليسو د پېښې پلټنې پیل کړي او تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي او نه هم لا چا د بمي چاودنې ذمه واري منلې ده.

په بلوچستان کې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو حملې کېږي چې مرګژوبله اړوي. د اکتوبر پر ۲۸مه په پنجګور کې په وسلوال برید کې پینځه تنه ووژل او یو ژوبل شو. بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې مسوولیت منلی وو.

تر دې څلور ورځې مخکې د صوبې په پښتون مېشته سیمه کلا سیف الله کې یوې چاودنې څلور تنه ژوبل کړي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. په هغو سیمو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، پرلتونه، لاریونونه او جرګې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG