د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کوټې ښار څخه د اورګاډو تګ يو ځل بيا پيل شوی


له کوټې څخه د نومبر پر ۱۵مه يو ځل بيا د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډي خدمات پيل شول.
له کوټې څخه د نومبر پر ۱۵مه يو ځل بيا د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډي خدمات پيل شول.

د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې څخه د پاکستان نورو ښارونو ته يو ځل بيا د اورګاډو ورتګ پيل شوی دی.

د پاکستان د اورګاډو ادارې چارواکي وايي چې نن (د نومبر پر ۱۵مه) سهار له کوټې څخه جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډی د راولپېنډۍ له لارې د پېښور پر لور روان شو.

پر دې مهال د کوټې د اورګاډو په تمځای کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي ول او د مساپرو او د هغوی د سامانونو تلاښۍ کېدلې.

د کوټې د اورګاډو د تمځای مشر زبیر خلجي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې پر دغه ورځ يې د جعفر اېکسپرېس د اوو بوګيو (ډبو) له لارې يې ۲۴۵ مساپر ولېږدول.

د نوموړي په خبره، چمن ته به د نومبر پر ۱۶مه چمن پېسېنجر نومې اورګاډی او کراچۍ ته به د نومبر پر ۱۷مه بولان مېل نومې اورګاډی خپل تګ راتګ پيل کړي.

له کوټې څخه د جعفراېکسپرېس پر بيا روانېدو مساپرو د خوښۍ څرګندونه وکړه او ويې ويل چې اورګاډی د دوی لپاره ارزانه او خوندي سپرلي ده.

د پاکستان د اورګاډو ادارې د نومبر پر ۱۰مه د امنيتي اندېښنو له امله له کوټې ښار څخه د هغه هېواد نورو برخو ته د څلورو ورځو لپاره د اورګاډو د سفر ځنډولو اعلان کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډو په تمځای کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې اکثر پوځیان ول.

د هغې حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه او ادعا یې کړې وه چې په هغه ځانمرګي برید کې یې د پاکستاني پوځ هغه سرتېري په نخښه کړي ول چې تر پوځي روزنې وروسته په جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډي کې له کوټې ستنېدل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG