د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د مستونګ د بمي چاودنې غندنه کړې


 پولیسي وايي داسې ښکاري چې دا رېموټ کنټرول بمي چاودنه وه: انځور نومبر ۱، کال ۲۰۲۴
پولیسي وايي داسې ښکاري چې دا رېموټ کنټرول بمي چاودنه وه: انځور نومبر ۱، کال ۲۰۲۴

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د بلوچستان په مستونګ کې د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره شوی برید غندلی دی.

په هغه برید کې د شپږو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي ول.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتېرش ویاند سټیفن دوجاریک د نومبر په لومړۍ نېټه په نیویارک کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، "د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش ټینګار کوي چې پر ملکي وګړو، روغتیايي مرکزونو او په روغتیايي کارکوونکیو بریدونه د منلو وړ نه دي."

نوموړي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو ستر سکتر د برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې په دې اړه دې تحقیقات وکړي او دا یقیني کړي چې د برید د ذمه وارو پر ضد قانوني کاروايي ترسره شي."

بل پلو، د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم د نومبر په لومړۍ نېټه پر ایکس په یوه بیان کې د برید غندنه کړیده او پر حکومت یې غږ کړی دی چې په صوبه کې د امنیت وضع دې جدي ونیسي او د برید عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.

پولیس وايي چې چاودنه د نومبر د لومړۍ نېټې پر سهار هغه مهال شوې چې د پولیسو ګاډی د ګوزڼ واکسیني کیمپېن د امنیت لپاره د سېول روغتون پر لوري روان وو.

د پولیسو یو چارواکي میاداد عمراني مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د نجونو له ښوونځي سره نېږدې شوې ه. د نوموړي په وینا داسې ښکاري چې دا رېموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې باروي مواد په يو موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي ول.

پوليسو د پېښې پلټنې پیل کړي او تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي او نه هم لا چا د بمي چاودنې ذمه واري منلې ده.

په بلوچستان کې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو حملې کېږي چې مرګژوبله اړوي. د اکتوبر پر ۲۸مه په پنجګور کې په وسلوال برید کې پینځه تنه ووژل او یو ژوبل شو. بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې مسوولیت منلی وو.

تر دې څلور ورځې مخکې د صوبې په پښتون مېشته سیمه کلا سیف الله کې یوې چاودنې څلور تنه ژوبل کړي ول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. په هغو سیمو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، پرلتونه، لاریونونه او جرګې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG