اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
په ډېره اسماعيل خان کې د جيپونو ځغل درې ورځنۍ سيالۍ د مارچ پر ۲۸مه پای ته رسيږي. د ځغل په دې سياليو کې نيږدې ۱۰۰ جيپ ځغلوونکي برخه اخلي۔ د "ډېره جات" په نوم دې مېله کې نورې لوبې د کورونا وبا له کبله لغو شوي دي. نور حال د اشتياق مسيد په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د جنوبي وزيرستان په سره روغه کې ځينې خلک په غارونو کې ژوند کوي. دې غارو ته په ځايي ژبه کې خلوتونه ويل کېږي. دلته اوسېدونکي خلک وايي چې نيکه ګانو يې خلوتونه جوړ کړي ول خو د وسله والو او پوځي عملياتو له کبله مجبوره شول چې په دې غارونو کې ژوند وکړي.
د خیبر پښتونخوا ټانک جنډوله سیمې اوسېدونکو د ډېره اسماعیل خان چاوڼۍ ته مخامخ جي پي او چوک باندې احتجاجي کېمپ لګولی او په ۲۰۰۹ز کال کې د راه نجات په نوم پوځي عملياتو پر مهال د خپلو ړنګو شويو کورونو او دوکانونو معاوضه غواړي. حکومت وايي چې جنډوله کې يې ړنګ شوي ۵۰ سلنه دوکانونه جوړ کړي
د وزیرو او دوتاڼیو ترمنځ له تیرو شاوخوا ۲۲ ورځو راهیسي په شخړه کې درې کسان وژل شوي او شپږ تپي شوي دي.
دوی په ۲۰۰۹ز کال کې د وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو پر مهال د خپلو ړنګو شویو کورونو او دوکانونو د معاوضې غوښتنه کوي.
هلته پر پاکستانیو پوځیانو تر بمي برید وروسته کرفیو لګول شوې وه چې ځايي ولس یې له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړی وو.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، وسله والو د زیارت یا پنجشنبې ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې د سره روغې پر زوړ پوستې ډزې وکړې
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال شاه فیصل غازي هم وايي چې هلته رازین کې پر پوځیانو له برید وروسته پر ځايي خلکو سخت تشدد شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي په ۲۰۰۹ز کال د راه نجات په نوم د پوځي عملیاتو پر وخت ځمکلاندې ماینونه نصب کړل شوي دي چې د هغه وخت راهیسې یې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
په احتجاجي کېمپ کې ناست ۳۵ کلن مصباح الدين چې په ۲۰۱۶ م کال کې يې په انګور اډې کې په يوه ماين چاودنه کې دواړه سترګې ړندې شوي دي ، وايي له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي. نوموړي په ۱۲ مه فېبرورۍ مشال رېډيو ته وويل چې تر دې دمه ورسره حکومت هېڅ مرستې نه دي کړي.
په پرلت کې مل تاج محمد له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، تري جي او فور جي خو پرېږده د عام سیګنلو چاره یې نه کېږي.
د پېښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ عالمزېب مسید چې د جبري ورکو کسانو شمېرې راټولوي، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې تر اوسه په وزیرستانونو کې د ماین چولو ۱۶۲ پېښې مخې ته راغلي دي. چې څه نه څه ۲۵۰ ماشومان، ښځې او سړيان پکې ټپیان او وژل شوي دي.
د جنوبي وزیرستان د مسيدو سيمو اوسېدونکو د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د ډپټي کمشنر د دفتر مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. د جنورۍ پر ۲۷مه ورغونډ شوي په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وېنا د ۲۰۰۹ز کال د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي. نور حال
د جنورۍ پر ۲۷مه ورغونډ شوي په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وېنا د ۲۰۰۹ز کال د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي.
پښتو ژغورنې وخت پر وخت په جنوبي ، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د نورې بدامنۍ ترڅنګ هلته د ښخو ماینونو نه پاکولو پرضد اجتجاجونه کوي
د دسمبر پر ۲۱ مه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري او د پي ډي ایم ویاند میا افتخار حسېن مشال رېډیو ته وویل ټول اپوزیشن ګوندونه د علي وزیر د نیولو غندنه کوي
د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي ، د لرګیو تاجران هلته په پراخه کچه د ځنګلونو وهلو ته دوام ورکړی دی.
د فرنټیېر کور په مرسته د جنوبي وزیرستان په شینکۍ رغځۍ کېډټ کالج کې د ټول پاکستان تایکوانډو درې ورځنۍ سیالۍ له ۱۲م نومبره تر ۱۴نومبره کېږي چې پکې تر ۲۰۰ پورې لوبغاړي برخه لري.
چارواکي وايي په پېښه کې اته ښځې او شپاړس ماشومان مړه شوي دي، په دغه ګاډي کې سپاره کسان یوه واده ته ور روان وو.
جمشید وزیر وايي، له تېرو درېو میاشتو د ځنګلونه وهل لګیا دي، پر سړکونو ولاړ پولیس ترې پیسې اخلي او سمګلران یې پرېښي دي چې ځنګلونه ووهي او وړي یې.
نور وښیئ