د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبیلو ترمنځ پر مځکه شخړه: واڼه کې د قانون ۱۴۴مه دفعه لګول شوې ده


د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې یې د ځليخېلو وزیرو او دوتاڼیو ترمنځ د لانجې هوارولو هڅه کوله خو ونه شوه - د ارشیف انځور.
د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې یې د ځليخېلو وزیرو او دوتاڼیو ترمنځ د لانجې هوارولو هڅه کوله خو ونه شوه - د ارشیف انځور.

د جنوبي وزیرستان د انتظاميې چارواکي وايي چې د مځکې پر سر د لانجې نه ختمېدو له وجې یې په واڼه کې د قانون ۱۴۴مه دفعه لګولې ده.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر بشیر خان د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې یې د ځليخېلو وزیرو او دوتاڼیو ترمنځ د لانجې هوارولو هڅه کوله خو ونه شوه.

د ده په وینا، د هم دې له کبله انتظامیه مجبوره شوه چې هلته د قانون ۱۴۴مه دفعه ولګوي.

له پاکستاني قانون سره سم، په یو سیمه کې د ۱۴۴مې دفعې له لګېدو سره پر غونډو بندیز وي، خلک د تورو ښیښو په ګاډو کې تګ راتګ نشي کولای، وسله په لاس بهر نشي ګرځېدای او همداراز، پر موټرسایکل هم پر غبرګې سپرلۍ بندیز وي.

مرستیال کمېشنر بشیر خان وايي، دوی ته یې مېسل (د ځمکې تاریخي اسناد) هم وروړی وو او دوی ژمنه کړې وه چې همدې پخوانیو کاغذونو ته په کتو مسله هواروي خو لا هم د دواړو خواوو خلک په مورچو کې ناست دي.

د پولیسو مشر شوکت علي وايي، د دواړو خواوو ۵۳ مشرانو او کسانو پر ضد یې پرچه دایره کړې ده او که په خبرو دا مسله هواره نه شوه نو دا کسان به ونیسي.

خو د دواړو قبیلو مشران بیا پر انتظامیې تور پورې کوي چې د لانجې په هواري او د شخړې په ختمولو کې سنجیده نه دي.

هلته د پولیسو مشر شوکت علي زیاتوي چې یو ځل بیا د قبیلو ترمنځ د منځګړتوب هڅه کوي او جرګه جوړوي.

د ځلیخېلو وزیرو او دوتاڼیو ترمنځ له تیرو شاوخوا ۲۲ ورځو راهیسي په شخړه کې درې کسان وژل شوي او شپږ ڼپي شوي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG