د لاسرسي ځای

تازه خبر

دا نه منو چې د امن چارې دې امن کمېټیو ته وسپارل شي: منظور پښتین


پښتون ژغورنې غورځنګ دا جلسه په داسې وخت کې کوي چې په جنوبي وزیرستان او ورسره لکېدلي شمالي وزیرستان کې د خلکو په وینا امنیتي حالات یو ځل بیا خراب شوي دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ دا جلسه په داسې وخت کې کوي چې په جنوبي وزیرستان او ورسره لکېدلي شمالي وزیرستان کې د خلکو په وینا امنیتي حالات یو ځل بیا خراب شوي دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې دوی دا نه مني چې د امن چارې د “امن کمېټیو” ته وسپارل شي.

نوموړي دا څرګندونې د اپرېل پر نهمه د جنوبي‌ وزیرستان په واڼه کې د غورځنګ احتجاجي‌ جلسې ته په وینا کې کړې دي.

منظور پښتین تور پورې کړې چې څو ورځې مخکې انتظامي چارواکو د احمدزو وزیرو مشران په دې موخه ورغوښتي ول چې د سیمې د امن چارې دې مقامي امن کميټیو ته حواله کړي.

منظور پښتین زیاته کړې چې د وزیر ستان ولس ته دا پریکړه د منلو وړ نه ده او پرضد به يې احتجاج کوي.

منظور پښتین زیاته کړه چې که حکومت د وزیرستان د امن چارې د امن کمېټیو په نامه طالبانو ته حواله کوي نو دې د اسلام اباد چارې هم دوی ته وسپاري.

د حکومت له خوا تر اوسه د منظور پښتین د دې څرګندونو په اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه تل رد کړي چې ګواکې ریاستي ادارو په خپله په بدامنیو کې لاس لري.

منظور پښتین غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې د غورځنګ د مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون د تحریک نور ټول نیول شوي غړي زر تر زره خوشي کړي.

منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غوښتنه بیا تکرار کړه چې ریاست دې له سیمې مځکلاندې بمونه یا ماینونه زر تر زره ټول کړي.

نوموړي په خپله وینا کې دا غوښتنه هم وکړه چې له افغانستان سره دې د تجارت لپاره پولې خلاصې کړل شي.

د پاکستان حکومت وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غوښتنو يې عمل پيل کړی او په سيمه کې يې د امن راوستو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دې جلسې ته د غورځنګ مخکښ او له شمالي وزیرستانه د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او ځینو نور مشرانو هم ویناوې وکړې.

په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور، کوټې، سوات او نورو سیمو غړو او مخکښانو هم ګډون کړی وو.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي ويلي چې د جلسې د امنيت لپاره يې څه باندې ۲۱۰ پوليس ځای پر ځای کړي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ دا جلسه په داسې وخت کې کړې چې په جنوبي وزیرستان او ورسره لکېدلي شمالي وزیرستان کې د خلکو په وینا امنیتي حالات یو ځل بیا خراب شوي دی.

په دې سیمه کې نه یوازې هدفي وژنې، د ماین چاودنې او د بدامنۍ پېښې روانې دي بلکې د وسله والو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ یو پر بل بریدونه هم کېږي.

په دې سیمو کې د وژنو یو شمېر داسې پېښې هم شوې دي چې پرضد یې ځايي خلکو پراخ احتجاجونه هم کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ مياشتې کې جوړ شوی او دوی د خلکو د جبري لادرکه کولو او ماورای عدالت وژنو د درولو، له قبايلي سيمو د ماينونو پاکولو او هلته د امنيت پر ځاي کولو په ګډون يوشمېر نورې غوښتنې لري.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG