اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د سیمې اوسېدونکي وایي په ۲۰۰۹ز کال د راه نجات په نوم د پوځي عملیاتو پر وخت ځمکلاندې ماینونه نصب کړل شوي دي چې د هغه وخت راهیسې یې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
په احتجاجي کېمپ کې ناست ۳۵ کلن مصباح الدين چې په ۲۰۱۶ م کال کې يې په انګور اډې کې په يوه ماين چاودنه کې دواړه سترګې ړندې شوي دي ، وايي له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي. نوموړي په ۱۲ مه فېبرورۍ مشال رېډيو ته وويل چې تر دې دمه ورسره حکومت هېڅ مرستې نه دي کړي.
په پرلت کې مل تاج محمد له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، تري جي او فور جي خو پرېږده د عام سیګنلو چاره یې نه کېږي.
د پېښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ عالمزېب مسید چې د جبري ورکو کسانو شمېرې راټولوي، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې تر اوسه په وزیرستانونو کې د ماین چولو ۱۶۲ پېښې مخې ته راغلي دي. چې څه نه څه ۲۵۰ ماشومان، ښځې او سړيان پکې ټپیان او وژل شوي دي.
د جنوبي وزیرستان د مسيدو سيمو اوسېدونکو د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د ډپټي کمشنر د دفتر مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. د جنورۍ پر ۲۷مه ورغونډ شوي په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وېنا د ۲۰۰۹ز کال د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي. نور حال
د جنورۍ پر ۲۷مه ورغونډ شوي په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وېنا د ۲۰۰۹ز کال د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي.
پښتو ژغورنې وخت پر وخت په جنوبي ، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د نورې بدامنۍ ترڅنګ هلته د ښخو ماینونو نه پاکولو پرضد اجتجاجونه کوي
د دسمبر پر ۲۱ مه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري او د پي ډي ایم ویاند میا افتخار حسېن مشال رېډیو ته وویل ټول اپوزیشن ګوندونه د علي وزیر د نیولو غندنه کوي
د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي ، د لرګیو تاجران هلته په پراخه کچه د ځنګلونو وهلو ته دوام ورکړی دی.
د فرنټیېر کور په مرسته د جنوبي وزیرستان په شینکۍ رغځۍ کېډټ کالج کې د ټول پاکستان تایکوانډو درې ورځنۍ سیالۍ له ۱۲م نومبره تر ۱۴نومبره کېږي چې پکې تر ۲۰۰ پورې لوبغاړي برخه لري.
چارواکي وايي په پېښه کې اته ښځې او شپاړس ماشومان مړه شوي دي، په دغه ګاډي کې سپاره کسان یوه واده ته ور روان وو.
جمشید وزیر وايي، له تېرو درېو میاشتو د ځنګلونه وهل لګیا دي، پر سړکونو ولاړ پولیس ترې پیسې اخلي او سمګلران یې پرېښي دي چې ځنګلونه ووهي او وړي یې.
د عبدالرازق په وینا، خلکو ته په اربونو روپیو تاوان اوښتی دی. د ده په ګډون ځینو نورو دکاندارانو مشال راډیو ته وویل، سرکاري اوروژونکي پر وخت نه وو ورسېدلی دوی په خپله په بالټو اور واژه. دوی ویل که اوروژونکې ډله پر وخت ورسېدلې وای نو دومره لوی تاوان نه وراوښتی.
چارواکو د نوم نه ښودولو په شرط ویلي چې په برید کې څلور ټپیان شوي هم دي او د دې پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
احتجاجیانو دا هم وویل کله چې حکومت د کسټم افتتاح وکړه نو له دوی سره يې د سیمې د پرمختګ په اړه د ځینو کارونو کولو لوظونه کړي ول چې لا یې هم نه دي پوره کړي. دا وخت د دغه احتجاج له وجې په سلګونه ګاډي دواړو خواوو ته پر لاره ولاړ دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په جنوبي وزيرستان کې د هدفي وژنو او تښتونو د درولو او د امنیتي حالاتو سمولو غوښتنه کړې ده.
د جرګې ګډونوال او د شکتوی سیمې اوسېدونکی سید انور د سېپټېمبر پر اتمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دا کسان پرون د مسید قبیلي مشرانو او پوځي چارواکو ترمنځ د جرګې وروسته خوشې شوي دي.
نور وښیئ