د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر څو چې انصاف ونه شي، مړي نه ښخوو: مکين پرلت وال


د مکين رغزۍ خلکو د مړو له ښخولو انکار کړی
د مکين رغزۍ خلکو د مړو له ښخولو انکار کړی

د جنوبي وزيرستان اوسېدونکو له درې ورځو راهیسې پېل کړی د دوو ځوانانو د وژنې پرضد پرلت د اپرېل پر ۲۸ هم روان دی.

ځايي خلک ادعا کوي چې پاکستاني پوځيانو د مکين په رغزۍ کې د دوکان مخې ته پر ناستو ځوانانو ډزې وکړې، دوه تنه یې ووژل او یو یې ټپي کړ. خلک ادعا کوي چې دوی هغه عسکر هم پېژندلي چې د دوی په وينا په وژنه کې ککړ دي.

ځايي خلکو له د اپريل له ۲۶مې نېټې راهېسې د مړو له ښخولو انکار کړی او د وژل شوو لپاره انصاف غواړي.

ځوانان د بندو دکانونو مخې ته ناست وو او پر موبايلونو یې انټرنيټ کاراوه چې پوځيانو پرې ډزې وکړي
ځايي اوسېدونکی، مولوي حقاني

د پېښې په اړه یو ځايي تن مولوي شېر امان حقاني د اپرېل په اته ویشتمه مشال رېډیو ته وویل چې د شپې يوه بجه وه چې پر دوی ډزې وشوې او دغې پېښې رامنځته شوه. نوموړي زیاته کړه چې دغه کسان له دوکانونو څخه وتلي وو او د بند دوکانونو مخې ته ناست، انټرنيټ یې کاراوه چې ډزې پرې وشوې.

د دې سیمې یو بل ځايي اوسېدونکی رقیب مسید وايي له پېښې وروسته، امنيتي ځواکونو د دې کسانو مړي مسيد قام ته وسپارل. هغه زیاته کړه چې ټول قام فېصله کړې چې دغه مړي به تر هغې نه ښخوي تر څو چې دوی ته انصاف ملاو نه شي.

پوځ په دې اړه څه نه دې ويلي خو د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي مشال راډیو ته ويلي چې دا کسان امنيتي عسکرو نه بلکې نامعلومو وسله والو وژلي دي او دوی يې د نيولو هڅې پیل کړې دي.

دا ځوانان پوځ نه بلکې نامعلومو وسله والو وژلي چې د نيولو کوښښ یې روان دی
د پولیسو مشرشوکت علي

خو احتجاج کوونکي د ځايي چارواکو په دې دريځ قانع نه دي. په پرلت کې شامل د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځايي مشر شاه فېصل غازي د اپريل پر ۲۷مه، مشال رېډیو ته وويل غوښتنه کوي چې په وژنه کې دې د تورنو عسکرو پرضد مقدمه درج شي، د وژل شويو کورونيو ته دې معاوضه ورکړل شي او د هغه په خبره پوځيان دې هغه کورونه خالي کړي چې د ده په ادعا هغوی پکې پراته دي.

په دې احتجاج کې له جنوبي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړي حافظ اسام الدین وويل چې دا د پښتنو روایاتو خلاف ده چې جنازه وشي او مړی په همغه ورځ ښخ نه شي خو دوی بيا هم مړي ځکه نه ښخوي چې قاتلينو ته سزا غواړي.

ترڅو مو غوښتنې نه وي منل شوي، مړي نه ښخوو: مکين پرلتوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00

تر دې وړاندې د بنو په جانيخېلو سیمه کې هم ورته احتجاج شوی وو او ځايي خلکو تر یوې هفتې پورې د څلورو هغو هلکانو مړي نه ښخول چې د مارچ په ۲۱مه موندل شوي وو. حکومت د ټولو وسله والو په شان د بې توپيره عملياتو او وژل شوو کسانو ته د شهيدانو پيکيج لاندې د پېسو د ورکولو په وعدې سره هغه احتجاج ختم کړ.

دا راپور دلته په غږ کې واورئ.

د جنوبي وزيرستان اوسېدونکو د دوو ځوانانو د وژنې د پېښې پرضد پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG