اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د لاريون يو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي مولانا زينت الله افغان مشال راډيو ته وويل چې په جنوبي وزيرستان کې هره ورځ د خلکو د تښتونو، هدفي وژنو او قلنګ اخيستلو پېښې رامينځ ته کېږي.
د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې پولیسو عمليات کړي دي. د نومبر پر شپږمه د واڼه ښار تاڼې مشر عثمان وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان يو مشکوک قوماندان وژل شوی او د هغه دوه ملګري نيول شوي دي.
مولانا زینت الله له حکومته وغوښتل چې "د شپې مهال چې د وېرې ترهې د خپرولو لپاره کومې ډزې کېږي، هغه دې بندې شي، د غلا، شوکې او قلنګ غوښتلو مخه دې ونیول شي، د پلټنیزو عملیاتو په پلمه دې زموږ د کورونو تالاشۍ او د کورونو د پاسه د ډرون الوتکو د الوتنو مخنیوی وشي.
یو ځايي فعال شېرپاو مسید مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر ۳۰مې په لاریون کې د سیمې ټولو قومونو خلکو ګډون وکړ چې لومړی د ټانک له ټاون هاله پلی تر ټریفېک پواینټه پورې ولاړل او هلته یې مظاهره وکړه.
هغوی له تېرو پينځو ورځو راهیسې غوښتنه کوله چې حکومت دې ورته د ژوند بنیادي اسانتیاوې ورکړي او د هغو امنیتي سرتېرو پر ضد دې قانوني کارروايي وشي چې د دوی په وينا، د اکتوبر پر ۱۶مه یې پر مظاهرچیانو ډزې کړې وې.
د جنوبي وزیرستان مسيد قامي جرګې يو ځل بیا له حکومته د امن ټينګ ساتلو غوښتنه کړې ده. د اکتوبر پر ۱۶مه په مولې خان سرای کې د شوې جرګې او لاریون مشرانو ویل چې امنيتی ادارو د وسله والو پر شتون سترګې پټې کړې دي خو حکومت دا ردوي او وايي د امن لپاره یې پوره تدابیر نيولي دي. په اړه یې دا ويډيو راپور وګورئ.
په احتجاج کې شامل احسان وزیر د مشال رېډيو ته وويل چې دوی د اکتوبر له ۱۴مې راهيسې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت وهلی دی چې په ادعا يې پرون ( اکتوبر ۱۶مه) امنيتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د صوبې د ځينو نورو سیمو په شان په سوات کې هم په دې وروستيو کې خلکو د جرګو او لاریونو له لارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د خلکو د خونديتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځ په وار وار ویلي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسله والو فعالیت ته به په هیڅ صورت اجازه ورنکړي.
خو د جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر امجد معراج تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وويل چې په هغه ضلع کې امنیتي حالت ښه دی.
پوځي چارواکو څو ورځې وړاندې له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په تیر یو کال کې يې په شمالي وزيرستان کې ۱۲۶ وسله وال وژلي او ۱۵۶ نور ېې نيولي دي.
د ډېره اسماعيل خان انتظامي چارواکو نن مشال راډيو ته وويل چې پېښه پرون (د اکتوبر پر درېيمه) مازيګر په شمبه ژرنده سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې په کجورو (خورما) بار یو ټرک د کوچيانو په کډو بار يوه ټرېکټر ټرالۍ سره ټکر شو.
د ډېره اسماعيل خان په کلاچۍ سيمه کې سېلاب ځپلي خلک وايي چې حکومتي مرستې ورته نه دې رسېدلي. بلخوا ضلعي انتظاميه وايي چې د هغوی سروې روانه ده او ر ژمې تر راتګ وړاندې به ټولو سېلاب ځپلو ته مالي مرستې ورسوي.
دا پېښې پر داسې وخت شوې دي چې په تېرو دوو مياشتو کې په باجوړ، خیبر، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان، کوز دير او سوات کې د وسله والو د ممکنه منظمېدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي.
د سیمې اوسېدونکو له مشال راډيو سره په خبرو کې له انتظامي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې ژرترژره دې اوربند وکړي او بیا دې د لانجې د هواري لارې چارې ولټوي.
د جنوبي وزيرستان ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دوه ورځې مخکې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو پر يو جومات خپل بیرغ درولی وو چې وروسته امنيتي ځواکونو پر نېږدې غرونو مارټر ګولۍ ورولې.
د ټانک په پای کلي کې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې راغلي سېلاو خلکو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي. د کلي اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د کورونو بیا ودانولو لپاره پیسې نه لري او حکومت ورته له خوړو پرته نور هېڅ نه دي ورکړي. ویډیويي رپورټ.
دوی له حکومت غوښتنه وکړه چې علي وزير دې زر تر زره له کراچۍ زندانه خوشې کړي. دغو مشرانو وویل، د پاکستان د قانون او ایین په رڼا کې د علي وزیر د خوشې کېدو مطالبه کوي. علي وزیر له خوا وشا تیرو ۱۸ میاشتو راهېسې د کراچۍ په زندان کې د بند شپې ورځې تېروي.
نور وښیئ