د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسید مشران: امنيت ټينګول د امنيتي ادارو کار دی، موږ امن کمېټۍ نه شو جوړولای


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د جنوبي وزیرستان قامي مشران وايي، پوځ ته یې ویلي چې د امنیت د راوستلو لپاره دې پخپله اقدامات وکړي، مسید قام د امن کمېټیو جوړولو ته نه دی تیار.

د اکتوبر په ۲۱مه د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې د مسید قام مشرانو سره د پېښو د کور کمانډر لیفټیننټ جنرل حسن اظهر حیات د سیمې پر امنیت خبرې کړي دي.

د جرګې مشران وایي چې پوځ ورته په سیمه کې د امنیت پر ځای کولو لپاره د امن کمیټیو د جوړولو ویلي دي.
د دغه جرګې یو مشر سېنېټر صالح شاه مشال رېډیو ته وویل، دوی پوځي چارواکو ته وویل چې د سیمې خلک امن غواړي.

په سوات او بونیر کې د امن لپاره مظاهرې وشوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

هغه وايي: "موږ ورته وویل چې په کومه طریقه هم وي باید موږ ته امن راکړل شي، پوځ د امن کمیټیو خبره وکړه خو امن کمیټیو جوړولو ته مسید قام نه دی تیار. د پولیو مهم چلول د حکومت ذمه واري ده موږ پرې بندیز نه دی لګولی."

د جنوبي وزیرستان د شکتوی سیمې یو ځایي مشر ملک سعید انور چې احتجاجاً یې په دغه جرګه کې برخه نه وه اخیستې، مشال رېډیو ته وویل، ریاستي ادارې اوس هم قبایلي ضلعې، د انګرېز په پخواني نظام چلول غواړي.

هغه وايي: "دوی ایف سي ار ختم کړ خو لا هم غواړي چې زموږ سیمې هغه شان په زاړه طریقه وچلوي، دوی موږ ته وویل چې تاسو د پولیو څاڅکي ورکړئ نو د انټرنېټ سهولت به درکړو. موږ د پولیو خلاف نه یو، دلته د امنیت د خرابې وضعې له وجې د پولیو مهم له ستونزو سره مخامخ شوی. دلته دومره عملیات وشول، خلک بې کوره شول، پوځ او ولس ته ځاني او مالي تاوانونه ورسېدل او دوی اوس موږ ته وایي چې د امن په پرځای کولو کې خپل رول ولوبوئ، ایا د امن پرځای کول زموږ کار دی؟"


بلخوا د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر فرحان خان مشال رېډیو ته وویل، د امنیت د پرځای کولو او د امن د کمیټیو جوړولو پر مسله څه نه شي ویلی خو د پولیو مهم کې د ولس مرسته ضروري ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوي ادارې د سېپټېمپر پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د جنوبي وزیرستان یو اووه میاشتنی ماشوم پولیو وهلی دی. له دې سره د پاکستان د پولیو کېسونو شمېر ۱۹ ته رسېدلی چې زیاتره یې د وزیرستان سره تعلق لري.

تر دې وړاندې د باړې سیاسي اتحاد هم حکومت ته ویلي وو چې د امن لښکرې نه شي جوړولی، پوځ دې امنيت پخپله وساتي.

د باړې سیاسي اتحاد مشر زاهدالله اپریدي د اکتوبر په شپاړسمه مشال ريډیو ته وویل چې دغلته ځينو سیمو کې خلکو ته ويل شوي چې امن کمېټې جوړې کړئ. د هغه په وينا سرکاري ادارې دې له ولسه داسې غوښتنې نه کوي ځکه چې د امنيت برابرول د ولس نه بلکې د امنيتي ځواکونو کار دی.‌

هغه زیاته کړه: "قمبر خیلو،لر شلوبر او سپاه قبیلو ته ویل شوي وو چې امن کمیټې جوړې کړئ او د سیمې امنیت وساتئ. په خلکو کې اندېښنه ده او په دې متفق دي چې تر خپله وسه پورې به حکومتي ادارو سره مرسته کوي خو وسلوالو سره جګړې نه شي کولی."

نوموړي دا ونه ويل چې له هغوی دا غوښتنه پوځ او که ځايي‌ ملکي چارواکو کړې ده. پوځ او ځايي انتظامیې په دې اړه لا څه نه دې ويلي.

په قبايلي سيمو کې په ۲۰۰۳ کال کې په بېلابېلو ځايونو کې د تحريک طالبان پاکستان د حملو مخنيوي لپاره د حکومت په مرسته قومي امن لښکرې جوړې شوې. خو د دې لښکرو ګڼ مشران په هدفي، بمي او ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG