د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت ضلعې خلک وايي حکومت دې د "ورغلیو طالبانو" مخه ونیسي‌


د لکي مروت ضلعې د پولیسو مرستيال مشر اسماعيل خان مشال راډيو ته وویل چې پولیسو د امنيت ساتلو لپاره قوي ګامونه اخیستي دي. (د لکي مرت نقشه)
د لکي مروت ضلعې د پولیسو مرستيال مشر اسماعيل خان مشال راډيو ته وویل چې پولیسو د امنيت ساتلو لپاره قوي ګامونه اخیستي دي. (د لکي مرت نقشه)

د خیبر پښتونخوا لکي مروت ضلعې ولس له حکومته غوښتنه کړې ده چې د دوی سيمې ته دې پر "ورغلیو وسلوالو" سترګې نه پټوي.

د دې سیمې قبایلي مشران وايي، د امنیت ساتل د ریاست زمه واري ده نو ځکه دوی غوښتنه کوي چې ریاستي ادارې دې د دوی په سیمه کې د وسلوالو د منظمېدو مخه ونیسي.

د لکي مروت ضلعې یو قبایلي مشر ملک ریاض خان د نومبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وويل چې دوی له ریاسته امن غواړي او که امنيت پر ځای نه شي دوی به مظاهرې پيل کړي.

ملک ریاض خان وویل، ټولو خلکو ته معلومه ده چې هلته وسلوال ورغلي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

ده زیاته کړه، "د لکي مروت له مرکزي سړکه چې ۱۰ یا ۱۵ کيلوميټره ليرې د کليو خواته ورشې نو هلته ټول د دوی (وسلوالو) راج دی. موږ له ریاسته غواړو چې امنيت پر ځای او د وسلوالو مخه ونیسي."

ملک ریاض خان وویل چې پولیس د وسلوالو پر وړاندې بې وسه دي او خلک هلته د طالبانو واکمني نشي زغملای.

د لکي مروت ضلعې یو بل مشر رشید احمد بیا د سیمې پر سیاسي او پارلېماني استازو نیوکې وکړې کوم چې د ده په وینا پر دې حالاتو پټه خوله دي.

ده وویل چې د سیمې د صوبايي او قومي اسمبلۍ غړي خاموش وي نو عام ولس به د ده په وینا، د دې حالاتو په مخنیوي کې څه وکړای شي.

ده زیاته کړه، "زموږ د ملک پوځ د نړۍ د سر په پوځونو کې شمارل کېږي او هم داسې مو ریاستي ادارې دي خو بیا هم زموږ امن خراب دی، موږ دې ته حيران یو."

خو د لکي مروت ضلعې د پولیسو مرستيال مشر اسماعيل خان مشال راډيو ته وویل چې پولیس بې وسه نه دي‌ او د امنيت ساتلو لپاره یې قوي ګامونه پورته کړي دي.

ده زیاته کړه چې د سیمې ټول ولس د پولیس ملاتړ کوي نو ځکه باوري دي چې هلته به د وسلوالو په له منځه وړلو کې بریالي کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې په لکي مروت کې د نومبر پر ۱۶مه د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په برید کې شپږ پولیس وژل شوي ول.

لکي مروت د خیبر پښتونخوا هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د نورو سیمو په څېر حالات تر پخوا خراب شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر محمود خان تر څنګ د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم په لکي مروت کې د وسلوالو د هغه برید غندنه او د وژل شویو پولیسانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي وو چې ترهګرۍ د ملک تر ټولو لویه ستونزه ده او حکومت به یې د "ترهګرو ضد ټول ممکن اقدامات" کوي.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې عام ولس، سیاسي ګوندونو‌ او پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد پراخې ولسي غونډې او سېمینارونه کړي دي.

دوی د پاکستان له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کوي چې "د پښتنو پر خاوره دې د بیا منظمېدونکو وسلوالو پر فعالیتونو سترګې نه پټوي" بلکې د هغوی مخنیوی دې وکړي.

د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د خبرو اترو په نتیجه کې تر نامعلومې مودې اوربند کړی وو.

اوس یو پلو د پاکستان حکومت وايي‌ چې هغه اوربند پر ځای دی او بل پلو د پاکستان پوځ وايي‌ چې د وسلوالو پرضد یې عملیات روان دي.

خو تحریک طالبان پاکستان هم تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه اعلان نه دی کړی چې ایا له پاکستاني ریاست سره کړی اوربند یې پای ته رسولی که نه پر ځای دی؟

په عین وخت کې په خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو کې هدفي وژنې، بریدونه او چاودنې په پرلپسې توګه روانې دي او د زیاتره هغو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

XS
SM
MD
LG