د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د القاعدې د یو لوړپوړي غړي پر سر ۵ مېلیونه ډالره انعام اعلان کړی دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یو پخوانی انځور.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یو پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي غړي حمزه الغامدي پر سر پینځه مېلیونه امریکايي ډالره جایزه اعلان کړې ده.

وزارت د جون پر ۱۱مه په یو بیان کې د القاعدې د هغه مشر بشپړ نوم حمزه صالح بن سعید الغامدي یاد کړی او وايي چې شاوخوا ۶۰ کلن دی.

د وزارت "د عدالت لپاره د جایزو" څانګې د القاعده د هغه سعودي تبعه احتمالي موقعیتونه د افغانستان پلازمېنه کابل، د ننګرهار توره بوړه او سعودي عرب یاد کړي دي.

بیان وايي چې الغامدي د القاعده شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن له تر ټولو باوري ملګرو یو وو او له هغه سره یوځای په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له ځواکونو سره هم جګړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ په پای کې په خپل یو رپورټ کې ویلي ول چې القاعده شبکې په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د هغې ډلې لوړپوړي غړي لا هم په هغه هېواد کې دي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي او بندیزونو چارو د کمېټۍ رپورټ او پکې شوې دعوې رد کړې وې.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو حکومت له القاعدې ډلې سره د "ټینګو اړیکو" په لرلو تورن کړی، چې طالبان یې ردوي.

د امریکا لانګ وار ژورنال په وروستیو کې د القاعده شبکې د اوسني مشر سیف العدل په حواله ویلي چې خپل ملګري یې هڅولي چې د وسلوالو زده کړو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG